د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اسلامي عرفان او د دیني اماکنو د چارو د انسجام معینیت جوړ شو

د اسلامي عرفان او د دیني اماکنو د چارو د انسجام معینیت جوړ شو

Jan 14, 2019 - 17:38

کابل(پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): ولسمشر غني وايي چې د شريعت او طريقت ترمنځ هيڅ ډول تضاد نشته او له يو بل سره تړاو لري او د معرفت او حقيقت لپاره لار پرانيزي.

دغه څرګندونې ولسشمر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د روحانینو او اهل تصوف په غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې ولسمشر وويل چې د هېواد درې واړه ملي ژبې له تصوف او روحانیت څخه په ژور ډول متاثره شوې دي.

هغه زياته کړه: (( د اسلام مبین دین د کائناتو د پېژندنې دین دی او د کائناتو ټول رمزونه په قران شریف او زموږ په عرفاني او شرعي طریقو کې دي.))

 هغه زیاته کړه، د دې واضح اړتیا ده چې انسان د مخلوق په توګه وپېژندل شي او د انسانانو ترمنځ اړیکې بايد ژورې وي.

جمهور رئیس غني په ټینګار سره وويل چې د شریعت او طریقت ترمنځ هیڅ ډول تضاد شتون نه لري، طریقت او شریعت له یوه بل سره تړاو لري او دا د معرفت او حقیقت لار پرانېزي.

غني څرګنده کړه، بهرنیان طریقت نه شي تشریح کولای، له عارفانو او صوفیانو مو تمه دا ده چې زموږ په خپله ژبه طریقت بیان او تشریح کړي.

ولسمشر طریقت په ټولنه کې د وصل وسیله وبلله ويې ویل، طریقت ژبې، قوم، سیمې، ولایت او هېواد پورې محدود نه دی، بلکې طریقت هغه ډول چې کائنات تشریح کوي انسانان یې هم له یوه بل سره وصل کړي دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ نن د وصل په موخه راغلي یوو، زموږ او زموږ د ټولنې د اساسي وصل په موخه.))

غني د ننني افراطیت یو لامل له اصل څخه بېلارېتوب وباله ويې ویل: ((موږ باید خپل ځان وپېژنو او ترڅو  چې مو خپل ځان نه وي پېژندلی، خپل تاریخ او اسلامي تمدن نه شو پېژندلای.))

د هېواد جمهوررئیس وویل، د صوفیانو طریقو هیڅکله هم ژوند ته شا نه ده اړولې. هغه کسان چې فکر کوي تصوف انزوا ده، تېروتنه کوي.

غني په ټینګار سره وویل، د دې هېواد پانګه باید کمه ونه ګڼل شي، بهرنیانو تل په معنوي پانګه کې تېروتنه کړې ده.

جمهوررئیس له یادو روحانیونو وغوښتل، د اسلامي عرفان او د دیني اماکنو د چارو د نوي جوړ شوي معینیت دندې تعیین کړي، او له یوه واضح لېست سره دې راشي چې پر شرایطو د برابرو کسانو له منځ څخه یې مسوولین انتصاب شي.

ولسمشر وویل، راتلونکي کال کې به د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې پر نمانځلو سربېره د دري ادبیاتو زریزه هم ونمانځل شي او په دې برخه کې به د صوفیانو عمده متنونه هم چاپ شي.

هغه زیاته کړه، د تصوف د تاریخ په اړه به غوره څېړنیزو کتابونو او مقالو ته، علمي جایزې ورکول کېږي.

نوموړي دغه راز وویل، د ملي تلوېزیون په دویم چینل کې به د هېواد د روحانیونو او تصوف خاوندانو ته یوه برخه ځانګړې کېږي او دغه راز به د هېواد د تاریخي او عمده خانقاوو د پېژندنې او ترمیم په برخه کې اقدام کېږي.

همدارنګه په دې غونډه کې مولوي بشیر احمد نثار نقشبندي د تاریخ په اوږدو کې د عارفانو د سیاسي دریځ په اړه خبرې وکړې ويې ویل، د مشایخو او طریقت پیروانو دنده، حق ته د خلکو بلل دي او عارفان تل د ټولنې مصلحین وو.

لطف الله حق پرست د فرد او ټولنې د فکر په اصلاح کولو کې د تصوف د رول په اړه خبرې وکړې او د قادریه، چشتیه، نقشبندیه او سهروردیه طریقو د پیروانو په حضور کې د دې غونډې د جوړولو په خاطر يې مننه وکړه.

دغه راز  مفتي سیدمحمد بلال سفیر، استاد حیدر حمید او مفتي عبدالرحمن رحماني د تصوف او په اسلامي ټولنه کې د هغې د رول او په هېواد کې د علماوو، روحانینو او اهل تصوف پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په چوکاټ کې د اسلامي عرفان او د  دیني اماکنو د چارو د انسجام د نوي معینیت د ایجاد په اړه د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهور رئیس حکم هم ولوست.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement