ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې پروسه کې دې د ولايتونو ديني عالمانو ته هم ونډه ورکړل شي

د سولې پروسه کې دې د ولايتونو ديني عالمانو ته هم ونډه ورکړل شي

author avatar
14 Jan 2019 - 15:28
د سولې پروسه کې دې د ولايتونو ديني عالمانو ته هم ونډه ورکړل شي
author avatar
14 Jan 2019 - 15:28

جلال اباد (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۷): د ننګرهار ولايت ديني عالمان وايي، د سولې په خبرو اترو کې اوسني ديني عالمانو او موجودو اشخاصو ښه رول نه دی لوبولی او بايد له دې وروسته د ولايتونو ديني عالمانو ته ونډه ورکړل شي.

د ديني عالمانو په باور په مرکز کې ناست ديني عالمان له ښو امکاناتو برخمن دي او تر ډېره ورته سوله ارزښت نه لري؛ نو په کار ده چې د ولايتونو ديني عالمانو ته په کې ونډه ورکړل شي.

د دغه ولايت يو شمېر ديني عالمان او قومي مشران د مرغومي په ۲۴مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر ته ورټول شوي وو او د يو رسنيز کنفرانس له لارې يې د سولې په تړاو خپل غږ پورته کړ.

د دوی له ډلې مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل چې په هېواد کې د روان ناورين پر مهال حکومتي مسوولين، ولسي وګړي او وسله وال طالبان چې ټول افغانان دي وژل کېږي او زيان يې يواځې افغانانو ته دی.

نوموړي زياته کړه چې له کلونو راهيسې د جګړې تر څنګ د سولې خبرې روانې دي، خو تر دې دمه د سولې څرک ونه لګېده او هره ورځ د جګړو او بريدونو پر مهال بې ګناه افغانان وژل کېږي چې په ټول هېواد کې يې ناورين رامنځته کړی.

نوموړي د سولې په تړاو د هڅو د نه بريالي کېدو په تړاو وويل چې د سولې عالي شورا غړي او نور هغه پلاوي چې د سولې په اړه ټاکل کېږي، د ولايتونو نه دي، ستونزې يې نه دي ليدلې؛ نو ځکه خو ورسره د سولې ارزښت هم موجود نه دی.

دغه راز مولوي محمد مطهر وويل چې د خپلمنځي جګړو له امله هېواد وران او اقتصاد زيانمن شوی، ځوانې ښځې او ماشومان بد وضعيت سره مخ دي او د جګړې دوام به افغانان نور هم بدمرغه کړي.

ده همدا راز له حکومته غوښتنه وکړه، څو له وسله والو طالبانو سره د سولې کولو په موخه رښتيني او بې طرفه علماء کېنوي او د الهي ارشاداتو له مخې ورته قناعت ورکړي.

قومي مخور حاجي وارث خان وويل چې د روانو جګړو له امله د دغه هېواد خلکو ته په هره برخه کې زيان ورسېد.

نوموړي پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، که دا خاوره خپل کور او ولس خپل خلک بولي، هيله ده چې ژر تر ژره سوله وکړي.

د دغه کنفرانس پر مهال علماء کرامو او قومي مخورو يو ځل بيا پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په برخه کې پر پرديو باور ونه کړي او د خپلمنځي ناستې په ترڅ کې ژر تر ژره سوله وکړي.

د يادولو ده، پرون هم د ننګرهار مدني فعالانو د يو کنفرانس پر مهال د سولې د بين الافغاني خبرو د پيل غوښتنه کړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.