ښرنه (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): د پکتيکا د برمل يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په شخصي ښوونځيو کې د افغانستان د درسي نصاب پر ځاى د پاکستان نصاب تدريسېږي.
د برمل ولسوالۍ يوه اوسېدونکي روح الله د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ په شخصي ښوونځيو کې د پاکستان نصاب تدريسېږي.
هغه وايي: ((دغه موضوع موږ څو ځلې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړه خو تر اوسه نه ده حل شوې.))
په دې ولسوالۍ کې د امداديه ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکي ١٤ کلن محمد اکبر هم پژواک ته وويل چې دوى ته د پاکستان نصاب تدريس کېږي.
هغه وايي: ((زموږ په مکتب کې ټول چودا اګس (د اګست ١٤مه د پاکستان د ازادې ورځ) پېژني، موږ نه پوهېږو چې د افغانستان ازادي په کومه ورځ اخيستل شوې ده او څنګه لمانځل کېږي.))
د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې دغه موضوع بايد حل شي.
خو د امداديه ښوونځي مسوول مولوي نورالرحمن پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې دولتي ښوونځي نشته او زده کوونکي يې له ستونزو سره مخ وو.
ده زياته کړه: ((دلته مکتبونه نشته دي، شاګردانو به له کرښې هاخوا په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کولې، نو ځکه موږ ورته دلته په پاکستاني نصاب د زده کړو زمينه برابره کړې ده.))
همدارنګه د برمل ولسوالۍ د ملکشي سيمې د داوما چلډرن خصوصي ښوونځي يوه ښوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې په دغه ښوونځي کې هم د پاکستان نصاب تدريس کېږي.
هغه وويل: ((څو ځلې مو غوښتنه وکړه، د افغانستان نصاب چا موږ ته را نه کړ نو ځکه اوس زموږ په مکتب کې د پاکستان نصاب تدريس کېږي.))
ځينو سرچينو دا هم پژواک ته وويل چې د برمل ولسوالۍ دغه ښوونځي له پاکستان سره رسميت لري، ځکه زده کوونکي يې بيا د نورو زده کړو لپاره د جنوبي وزيرستان واڼه سيمې ته استول کېږي.
د يادو څرګندونو په اړه د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق پژواک ته وويل: ((په دې اړه تر اوسه معلومات نه لرم چې د برمل په ښوونځيو کې دې د پاکستان نصاب تدريس شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن