کابل (پژواک، ۲۴مرغومی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د کابل د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې د نن ورځې تر پنځو بجو اعلانوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې له کابل څخه د ولسي جرګې نوماندانو د لومړنیو پایلو تخنیکي کارونه نهایي شوي او پایلې يې نن مازدیګر په رسمي ډول اعلانیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال تلې په ۲۸ او ۲۹ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې او د لړم په ۵ مه کندهار کې له پراخو درغلیو سره تر سره شوې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، سیاسي ګوندونو، د ولسي جرګې نوماندانو او نورو هېوادوالو له کلکو غبرګونونو سره مخ شوې.
د ولسي جرګې ټاکنو له مهالوېش سره سم، د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د لړم په ۱۹مه او وروستۍ پایلې د قانون له مخې یوه میاشت وروسته اعلان شوې واى؛ خو وروسته بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل چې د تخنیکي ستونزو له امله، له ولایتونو څخه ولسوالیو ته د توکو لېږد او د زیاتې تصفیې له امله، د ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لیندۍ په دویمه او د کابل د لیندۍ په لسمه اعلانېږي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر نن (مرغومي ۲۴مه) د یو ولایت نهايي پایلې نه دي اعلان کړي او د کابل لومړنۍ پایلې هم تر اوسه نه دي اعلان شوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د کابل ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنيو پایلو اعلان خبره کوي چې دوه ورځې وړاندې د کابل ولایت ځینو معترضو نوماندانو، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري د کابل حوزې د رایو بطلان څخه د هرکلي ترڅنګ، ګواښ کړی و که د دوی غوښتنه و نه منل شي، پراخ لاریونونه به ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن