د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د ګمرک عواید د تېر کال په پرتله ۲۲،۶ سلنه لوړ شوي

د کندهار د ګمرک عواید د تېر کال په پرتله ۲۲،۶ سلنه لوړ شوي

Jan 14, 2019 - 15:03

کندهار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۷): د کندهار ګمرک سږ کال ۷ میلیارده ۸۱ میلیونه او ۹۹۹زره افغانۍ عواید راټول کړي چې تر ټاکلي هدفه ۱۳،۵ سلنه او د تېر کال په پرتله ۲۲،۶ سلنه لوړوالی ښيي.

دغه عواید په داسې حال کې لوړ شوي چې د تېر په پرتله له پاکستان سره د سوداګرۍ حجم هم کم شوی دی.

د کندهار ګمرک رييس محمد اکبر پژواک خبري اژانس ته وویل، مالیې وزارت په ۱۳۹۷ مالي کال کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د دغه ولایت ګمرک ته ۶ میلیارده، ۲۳۹ میلیونه او ۱۷۱زره افغانۍ هدف ټاکلی و چې دوی ۷ ميليارده ۸۱ میلیونه او ۹۹۹ زره افغانۍ عواید راټول کړي.

دی وايي، سږني عواید د تېر کال په پرتله ۲۲،۶ سلنه لوړوالي ښيي، په داسې حال کې چې تېر کال د دوی عواید شاوخوا ۶ میلیاره افغانۍ وو.

 

د ده په خبره، دغه عواید د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو، تعمیراتي سامان الاتو، درملو او نورو سوداګریزو اموالو څخه تر لاسه شوي چې له پاکستان او یا له همدې لارې له نورو هېوادونو څخه هېواد ته وارد شوي دي.

 

نوموړی د ګمرک د عوایدو ډېروالی له فساد سره مبارزه، پر قاچاقي لارو د توکو د راوړلو مخنیوی، په چارو کې اصلاحات او په کمپیوټرایز سیستم د کارونو ترسراوی بولي.

محمد اکبر زیاتوي، د کندهار ګمرک ریاست په داسې حال کې ډېر عواید را ټول کړي چې د تېر په پرتله له پاکستان سره د سوداګرۍ حجم هم کم شوی دی.

د ده په خبره، له هغه وروسته چې افغانستان د منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو سره  سوداګریزې لارې پرانیستې له پاکستان سره یې د سوداګرۍ او راکړې ورکړې حجم کم شوی دی.

د ګمرک رييس د بېلګې په توګه د ۱۳۹۳ لمریز کال عواید یاد کړل چې هغه مهال د کندهار د ګمرک عواید ۲ میلیارډه افغانۍ وو په داسې حال کې چې اوس څو برابره لوړ دي.

د د په خبره، په لومړیو کې خلکو له مالیې ورکولو تېښته کوله، ډېرو خلکو له مالیې ورکولو سره بلدتیا نه لرله او دا ورته نوې خبره ښکارېده، دغه راز د عوایدو راټولولو په برخه کې فساد هم موجود وو، خو په تدریجي توګه په دې برخو کې اصلاحات ډېر شوي چې له امله یې عواید هم پورته تللي دي.

د ګمرک رییس د مالیې اخیستلو پر مهال سوداګرو ته د ګڼو اسانتیاوو برابرولو خبر ورکړ او ویې ویل، اوس دغه چاره تر پخوا په ښه توګه ترسره کېږي او په ځنډ د کارونو د کېدو مخنیوی شوی دی.

ده وویل، په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګمرک ودانۍ ته څېرمه ۴۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې په تجارتي مالونو بار موټر په کې پارک کېږي څو د ګڼې ګوڼې ۵۰ سلنه مخنیوی وشي.

دغه راز محمد اکبر يادونه وکړه چې په کندهار هوایي ډګر کې یې د لویو سکنرونو د نصب او انسټال چارې پيل کړې چې له مخې به یې پر سوداګریزو توکو په اسانۍ ګمرکي محصول ټاکل کېږي او د ماليې له ورکړې د تېښتې مخنیوی کېږي.

 

نوموړي وویل، سږ کال یې د کندهار په ګمرک کې د E-Payment سیسټم فعال کړی او اوس سوداګر کولای شي د بانکونو له لارې پر خپلو واردو شوو سوداګریزو توکو مالیه ورکړي، په داسې حال کې پخوا به سوداګرو په فزیک توګه د محصول اړوند پیسې راوړلې چې هم یې امنیتي خطر لاره او هم لاس پر لاس کېدلې.

د ده په خبره، دغې چارې سوداګرو ته د مالیې په ورکولو کې لویه اسانتیا جوړه کړې، اوس هغوی کولای شي په لنډ وخت کې ټاکلې مالیه ورکړي.

د دې تر څنګ ده خبر وکړ چې ګمرک ریاست له فایبر شبکې سره وصل شوی او په ټولو شعبو کې امنیتي کامرې نصب شوي چې د نظارت چارې یې اسانې کړي او د فساد په مخنیوي کې یې لویه مرسته کړې ده.

یوه ستونزه چې ډېر مهال یې په اړه سوداګرو شکایت کاوه، دا وه چې له هغو موټرونو به د ښار په دروازو کې د ښاروالۍ ټکس اخیستل کېده چې له ولسوالیو ښار ته داخلېدل چې اوس دغه ټکس د ګمرک له لارې اخیستل کېږي او سوداګرو ته یې دغه چاره اسانه کړې ده.

یوه بل شکایت چې صنعتکاران یې لري دا دی چې ګواکې پر خامو توکو ډېره مالیه اخیستل کېږي چې دغې ستونزې صنعت زیانمن کړی دی.

خو د کندهار د ګمرک ریاست وايي چې پر هغو ټولو خامو توکو چې له بهره واردېږي او په فابریکو کې د توکو د تولید پر مهال کار ورڅخه اخیستل کېږي، حمایوي تعرفه ورته وضع شوې ده چې یوازې یو یا دوه فیصده مالیه پرې اخیستل کېږي.

نوموړی د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د دې لپاره چې درمل او خوراکي توکي همدلته تجریه شي او بیا محصول ورته وضع شي د یوه مجهز لابراتوار پر جوړولو کار روان دی.

د ده په خبره، اوس مهال چې کله له بهره درمل واردېږي نو نمونه یې اخیستل کېږي، د تجزیې او کیفیت معلومولو لپاره مرکز ته استول کېږي خو له دې وروسته به دغه چاره همدلته تر سره کېږي چې سوداګرو ته به اسانتیا رامنځ ته شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement