کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى ډاکټر زلمى خليلزاد د سولې د هڅو په دوام چين ته تللى دى.
خليلزاد د مرغومي په ٢٤مه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په بيجینګ کې د چين له چارواکو سره پر افغان سولې او نورو موضوعاتو خبرې کوي.
هغه هيله څرګنده کړې چې له چين سره پر افغان سولې به په ګډه کار وکړي.
نوموړي په يوه بل پوسټ کې ليکلي چې له هنده تر ستنېدو وروسته ټاکل شوې وه چې کابل ته هم ولاړ شي، خو د هوا د خرابوالي له امله يې الوتکه پرواز ونه شو کړاى.
چين ته تر روانېدو مخکې ډاکتر زلمي خليلزاد په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار له ډاکتر حمدالله محب سره او په اسلام اباد کې له افغان سفير لطف الله مشعل سره جلا جلا ليدلي دي.
خو نوموړي د دې ليدنو جزئيات نه دي خپاره کړي.
خليلزاد هند ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزيرې سره پر افغان سولې خبرې کړې وې.
په دې وروستيو کې د افغان سولې په تړاو هڅې چټکې شوې دي، خليلزاد له هند وروسته چين ته تللى، بلخوا د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له هند، چين او متحده عربي اماراتو وروسته تېره ورځ ناوخته سعودي عربستان ته تللى، څو د دغه هېواد له مشرانو سره پر سولې خبرې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن