ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سعودي چمتو دی د سولې خبرو کې اسانتیاوې راولي”

“سعودي چمتو دی د سولې خبرو کې اسانتیاوې راولي”

author avatar
14 Jan 2019 - 19:43
“سعودي چمتو دی د سولې خبرو کې اسانتیاوې راولي”
author avatar
14 Jan 2019 - 19:43

کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٧): سعودي عربستان چمتو دی چې د افغانستان د حکومت په غوښتنه د سولې خبرو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د ملي امنيت مشاور له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال له خپل عرب سیال ډاکټر مساعد العیبان، د نوموړي هېواد د استخباراتو له رییس جنرال خالد الحمیدان او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د اسلامي هېوادونو د ائتلاف له سکرټر جنرال عبدالاله الصالح سره د جلا کتنو پر مهال ولیدل.

سرچينه زياتوي، په دې لیدنو کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، له ترهګرۍ سره مشترکې مبارزې، دوه اړخیزو او په څو اړخیزو همکاریو مفصل بحث وشو.  

د خبرپاڼې په حواله، د سعودي عربستان د ملي له امنیت له سلاکار سره لیدنه کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ګټورو میکانیزمونو په جوړېدو او پیاوړتیا بحث وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې سعودي لوري په افغانستان کې د سولې له هغه بهیر چې سیمه کې د امنیت د تامین لامل وګرځي، د ملاتړ تر څنګ ټینګار وکړ چې حکومت یې چمتو دی څو د افغانستان د حکومت په غوښتنه دې برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د اسلامي هېوادونو د ائتلاف له سکرټر جنرال سره لیدنه کې له افغانستان غوښتنه وشوه، تر څو خپل استازی یاد بنسټ ته معرفي کړي، چې له نورو اسلامي هېوادونو او متحدینو سره په مشارکت، له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډې همکارۍ ترسره شي.

د یاد ائتلاف سکرټر جنرال سیمه او نړۍ کې د افغانستان ځای او ارزښت ته په اشارې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې مختلفو برخو کې به افغانستان سره همکار پاتې شي.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې پر مشترکو همکاریو د ټینګار سربېره، تروریزم سره مبارزه کې د اسلامي هېوادونو د ائتلاف د وړاندیز هرکلی وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه، چې یاد ائتلاف او افغان لوری به ترهګرۍ سره د مبارزې عملي پلان جوړوي او د اجرايي کېدو لپاره به یې همغږي اقدامات کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، د هېواد د ملي امنیت سلاکار د سعودي عربستان له لوړ پوړو چارواکو سره تر لیدنو وروسته، د عمرې حج ادا کولو ته لاړ او افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات ټینګښت لپاره د لوی خدای(ج) دربار ته دعا وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.