کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزير له خپل قطري سيال سره له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د دولتي اژانس د راپور له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون دوحې ته تللى و او له قطري مشرانو سره يې ليدلي.
له يادو ليدنو کتنو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير پومپيو او د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن په يوه ګډه خبري غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
پومپيو په دې غونډه کې ويلي چې له قطري چارواکو سره يې د افغان سولې پروسې په اړه هم خبرې کړې دي.
د هغه په وينا، قطر ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به هېڅ راز همکاري نه سپموي.
پومپیو په دغه سفر کې له قطره مننه کړې چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې له امريکا سره مرستې کړې دي او لا هم د دغه هېواد سلګونه سرتېري په قطر کې مېشت دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير ويلي چې هېواد يې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د افغانستان سولې پروسه کې همکاريو ته ژمن دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير پومپيو چې د اتو عربي هېوادونو په سفر وتلى دى، له قطر وروسته تېره شپه سعودي عربستان ته رسېدلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن