ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي عرفان او د دیني اماکنو د چارو د انسجام معینیت جوړ شو

د اسلامي عرفان او د دیني اماکنو د چارو د انسجام معینیت جوړ شو

author avatar
14 Jan 2019 - 17:38
د اسلامي عرفان او د دیني اماکنو د چارو د انسجام معینیت جوړ شو
author avatar
14 Jan 2019 - 17:38

کابل(پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): ولسمشر غني وايي چې د شريعت او طريقت ترمنځ هيڅ ډول تضاد نشته او له يو بل سره تړاو لري او د معرفت او حقيقت لپاره لار پرانيزي.

دغه څرګندونې ولسشمر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د روحانینو او اهل تصوف په غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې ولسمشر وويل چې د هېواد درې واړه ملي ژبې له تصوف او روحانیت څخه په ژور ډول متاثره شوې دي.

هغه زياته کړه: (( د اسلام مبین دین د کائناتو د پېژندنې دین دی او د کائناتو ټول رمزونه په قران شریف او زموږ په عرفاني او شرعي طریقو کې دي.))

 هغه زیاته کړه، د دې واضح اړتیا ده چې انسان د مخلوق په توګه وپېژندل شي او د انسانانو ترمنځ اړیکې بايد ژورې وي.

جمهور رئیس غني په ټینګار سره وويل چې د شریعت او طریقت ترمنځ هیڅ ډول تضاد شتون نه لري، طریقت او شریعت له یوه بل سره تړاو لري او دا د معرفت او حقیقت لار پرانېزي.

غني څرګنده کړه، بهرنیان طریقت نه شي تشریح کولای، له عارفانو او صوفیانو مو تمه دا ده چې زموږ په خپله ژبه طریقت بیان او تشریح کړي.

ولسمشر طریقت په ټولنه کې د وصل وسیله وبلله ويې ویل، طریقت ژبې، قوم، سیمې، ولایت او هېواد پورې محدود نه دی، بلکې طریقت هغه ډول چې کائنات تشریح کوي انسانان یې هم له یوه بل سره وصل کړي دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ نن د وصل په موخه راغلي یوو، زموږ او زموږ د ټولنې د اساسي وصل په موخه.))

غني د ننني افراطیت یو لامل له اصل څخه بېلارېتوب وباله ويې ویل: ((موږ باید خپل ځان وپېژنو او ترڅو  چې مو خپل ځان نه وي پېژندلی، خپل تاریخ او اسلامي تمدن نه شو پېژندلای.))

د هېواد جمهوررئیس وویل، د صوفیانو طریقو هیڅکله هم ژوند ته شا نه ده اړولې. هغه کسان چې فکر کوي تصوف انزوا ده، تېروتنه کوي.

غني په ټینګار سره وویل، د دې هېواد پانګه باید کمه ونه ګڼل شي، بهرنیانو تل په معنوي پانګه کې تېروتنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.