ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د اسلامي همکارۍ سازمان د کلنۍ غونډې د مرستيال په توګه وټاکل شو

افغانستان د اسلامي همکارۍ سازمان د کلنۍ غونډې د مرستيال په توګه وټاکل شو

author avatar
15 Jan 2019 - 16:52
افغانستان د اسلامي همکارۍ سازمان د کلنۍ غونډې د مرستيال په توګه وټاکل شو
author avatar
15 Jan 2019 - 16:52

کابل (پژواک،٢٥مرغومى ٩٧): په لومړي ځل افغانستان د اسلامي همکارۍ سازمان د( او ای سي  ) کلنۍ غونډې د مرستيال په توګه وټاکل شو .

د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان دايمي استازي ولي نعيمي د مرغومي په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل چې ددغه سازمان له تاسيس (١٩٦٩) کال راهيسې تراوسه دا لومړى ځل دى چې افغانستان د دې سازمان د مرستيال په توګه  د يوه کال لپاره غوره کېږي .

 هغه د ياد سازمان د  غړو هېوادونو له استازومننه وکړه چې پر  دوى يې باور وکړ او دا مسووليت يې ورته وسپاره .

نوموړي  ډاډ ورکړ چې په راتلونکي يوه کال کې به د خپل مسووليت پرمهال مهمې لاسته راوړنې ولري . 

ټاکل شوې چې د مارچ په ١-٢مه  د ياد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د اماراتو په ابوظبۍ ښار کې جوړه شي . 

د اسلامي همکاريو سازمان چې مرکز يې د سعودي په  جدې ښار کې دى شاوخوا ٥٧هېوادنه يې غړيتوب لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.