ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل بریدزیانمن : د (ګرین ویلج کمپ) دې د استوګنې له سيمې وايستل شي

د کابل بریدزیانمن : د (ګرین ویلج کمپ) دې د استوګنې له سيمې وايستل شي

author avatar
15 Jan 2019 - 18:12
د کابل بریدزیانمن : د (ګرین ویلج کمپ) دې د استوګنې له سيمې وايستل شي
author avatar
15 Jan 2019 - 18:12

​کابل(پژواک،۲۵ لیندۍ ۹۷): د کابل ښار د نهمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د تېرې شپې په برید کې سلګونه د استوګنې کورونو او دوکانونو ته زیان اوښتی او که له دې سیمې د «ګرین ویلج کمپ» انتقال نه شي دوی به پر مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، د برید موخه د «ګرین ویلج» ودانۍ وه چېرته چې غیر دولتي سازمانونه او بهرني مېلمستونونه پراته دي.

 د یاد وزارت چارواکو ویلي، په یاد موټر بم برید کې څلور کسان وژل شوي او د ۲۳ ماشومانو او ۱۲ ښځو په ګډون  ۱۱۳ تنه ټپیان شوي، خو د سیمې اوسېدونکي د ټپيانو شمېر له ۲۰۰ او د وژل شوو شمېر له څلورو کسانو ډېر ګڼي.

 وسله والو طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دغه موټر بم او وسله وال برید پنځو بریدګرو په دې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر مرکز کړی چې لسګونه بهرني سرتېري او د دوی همکاران په کې وژل شوي.

د طالبانو په خبره، په دې برید کې د کورونو د ښيښو د ماتېدو له امله د سیمې یو شمېر اوسېدونکي چې د برید موخه نه و هم برسېرن ټپیان شوي دي.

 خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل، د برید پر مهال یوازې ساتونکي په کمپ کې وو او ممکن د ښيښو او کړکيو د ماتېدو له امله ورته ډېر زیان اوښتی وي.

  پر یاد کمپ په ۱۳۹۱، ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو کې هم د دولت وسله والو مخالفینو برید کړی  و.

 د سیمې اوسېدونکي پر یاد کمپ دې ډول برید ته په اشاره وايي، داسې یو کمپ باید د استوګنې په سیمه کې موقعیت ونه لري.

د یادې سیمې یو وکیل حاجي ضیا نوري نن پژواک ته وویل: ((دا څوم ځل دی چې د یادې سیمې اوسېدونکو ته پر کمپ د برید له امله زیان رسېدلی دی، خلکو څو ځله له حکومته و غوښتل چې دغه کمپ د استوګنې له سیمې بل ځای ته انتقال کړي خو غوښتنو ته یې پام ونه شو او هر ځل عامو وګړو قرباني ورکړې ده.))

 هغه زیاته کړه، د تېرې شپې په برید کې د استوګنې شاوخوا زر کورونه چې په یاده سیمه کې د کابل ـ جلال اباد سړک پر دواړو څنډو پراته دي زیانمن شوي، د سیمه له ۲۰۰ زیات اوسېدونکي ټپيان، څو کسان وژل شوي او نادرکه دي.

 هغه د یادې پېښې د یوه قرباني«۲۲ کلن ذاکر» چې له واده یې شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې د جنازې په مراسمو کې وویل: ((د ذاکر ګناه څه وه، نوی له مکتب څخه فارغ شوی و او تېره ورځ یې کانکور ته د تیاري کورس کې نوم لیکنه کړې وه، که دا کمپ د استوګنې له سیمې ونه ایستل شي موږ سبا د کابل ـ جلال اباد لاره تړو او لاریون کوو.))

 د عیسی خان په نوم د ذاکر یوه خپلوان وویل: ((ګټه د بهرنیانو جیبونو ته ځي او زیان یې زموږ خلک ويني، دا څوم ځل دی چې د سیمې اوسېدونکي د یاد کمپ له امله ځاني او مالي زیان ویني، که دا کمپ ونه تړل شو بیا موږ خپل تصمیم نیسو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.