هرات (پژواک، ٢٥ مرغومی ٩٧): په هرات ښار کې د اورلګېدنې په پېښه کې د یوې ښځې او درېیو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده پژواک ته وویل، یاده پېښه تېره شپه د هرات ښار په دویمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، تېره شپه د هرات ښار د دویمې ناحیې په «محله نو» سیمه کې شاوخوا ۱۲ بجې د استوګنې په یوه کور کې اورلګېدنه رامنځته شوه.
د وليزاده د معلوماتو له مخې، د یادې اورلګېدنې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
سرچینې د دې په څرګندولو چې په مړه شوو کې یوه ښځه، یو سړی او درې ماشومان شامل دي، زیاته کړه، د پېښې د رامنځته کېدو د لامل په اړه څېړنې روانې دي.
د هرات د حوزوي روغتون مسوولانو هم یاده پېښه تاییدوي او وايي، د زیاتې سوزېدنې له امله د مړو جسدونه تر اوله روغتون ته نه دي راوړل شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن