ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې دکرکټ بورډ په لګښت ديوې مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې

کونړ کې دکرکټ بورډ په لګښت ديوې مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
15 Jan 2019 - 18:28
کونړ کې دکرکټ بورډ په لګښت ديوې مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
15 Jan 2019 - 18:28

اسعداباد (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): د کونړ په مرکز اسعداباد کې د کرکټ بورډ د ٣،٩ میلیونه افغانیو په لګښت د دیني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.

د کرکټ بورډ عمومي ريیس عزیزالله فضلي چې دې ولايت ته يې سفر کړى و، وويل چې د دغې دیني مدرسې د جوړولو په بدل کې د پوهنې ریاست یوه اندازه ځمکه د اسعداباد د کرکټ لوبغالي د پراختیا لپاره کرکټ بورډ ته په واک کې ورکړل شوه.

ده زياته کړه، دغه مدرسه به د کرکټ بورد په درې اعشاريه نهه ميليونه افغانيو لګښت چې ٧ خونې به ولري، د شپږو مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

نوموړي د کونړ له ولايتي ادارې د لوبغالي د لا پراخېدو او معياري کېدو په خاطر د يوې اندازې نورې ځمکې د ورکولو غوښتنه وکړه.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال ژمنه وکړه چې د کرکټ لوبغالي د پراخېدو لپاره چې څومره ځمکې ته اړتيا وي، دوى به يې په واک کې ورکړي، ترڅو په دې ولايت کې د کرکټ اساسي لوبغالى جوړ شي.

د ولايتي شورا غړي محمد ساپي بيا د کرکټ بورډ له ادارې غوښتنه وکړه چې د دې ولايت کرکټ ته پاملرنه وکړي او ځوانانو ته په ملي او نولس کلنو لوبډلو کې د لوبې چانس ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.