کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د کابل د پروني بريد د غندلو تر څنګ ويلي چې دغه به بې پوښتنې پرې نه ږدي.
پرون ماښام شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند د ګرين ويليج په نامه هغې سيمه کې چې يو شمېر بهرنۍ موسسې فعاليت کوي، د سړک پر سر د موټربم بريد وشو.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې ٤ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ١١٣ زيات ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې بهرنيانو او دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب ويلي، د افغانستان د خاورې او خلکو دښمنانو يو ځل بيا په خونړي عمل لاس پورې کړ او په کابل کې يې تر سلو زياتو عادي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
هغه زياته کړې چې د دې پېښې د ټپيانو مطلق اکثريت يې ماشومان او تورسرې دي.
محب په ټينګار سره ويلي: ((په داسې حال کې چې موږ د سولې او ثبات لپاره د سيمې د هېوادونو د اجماع او پاملرنې جلبولو په هلو ځلو بوخت يو، دښمن ددې هڅو د سبوتاژ کولو لپاره له هر امکان کار اخلي.))
د ملي امنيت سلاکار د بېګني بريد غندلو تر څنګ ژمنه کړې ده چې د دغه برید په تړاو به غلي پاتې نه شي او جدي پوښتنه به يې وکړي.
هغه زياته کړې: ((د دې پېښې پلټنه به وکړو او هم به يې غچ واخلو.))
محب وايي، هر څوک چې د داسې وحشتونو تر شا لاس لري، نور دې داسې فکر نه کوي چې بې پوښتنې او بې ځوابه به پاتې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن