کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل د پروني بريد د غندلو تر څنګ ويلي،چې دغه کار د افغانستان د خلکو او سولې دښمنانو ترسره کړى دى.
پرون ماښام شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د ګرين ويليج په نامه هغې سيمه کې چې يو شمېر بهرنۍ موسسې فعاليت کوي، د سړک پر سر د موټربم بريد وشو.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې ٤ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ١١٣ زيات ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې بهرنيانو او دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بريد غندلى دی.
نوموړي ویلي چې د دې پېښې په ترڅ کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
کرزی وايي چې دغه بريد د هېواد او سولې دښمنانو ترسره کړى او دا يې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف کار بللى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن