کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي له چينايي مشرانو سره تر خبرو وروسته نن په اسلام اباد کې له پاکستاني مشرانو سر پر افغان سولې خبرې کوي.
خليلزاد په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې پرون يې د چين په پلازمېنه بيجينګ کې بوخته ورځ تېره کړه او له بېلابېلو چينايي چارواکو سره يې وليدل.
هغه زياته کړې چې چينايي مشرانو ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې پروسه به بريالۍ کېږي.
نوموړي ويلي: ((له چينايي مشرانو سره مې د افغان سولې لپاره د سيمه ييزې همکارۍ راجلبولو په اړه خبرې وکړې.))
خليلزاد وايي، داسې سوله بايد په افغانستان کې رامنځته شي چې دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.
بلخوا پاکستاني سرچينو خبر ورکړى چې زلمى خليلزاد او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستيال يوه سلاکاره لېزا کورټيس له يوه پلاوي سره نن اسلام اباد ته رسېږي.
په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي چې امريکايي پلاوي به له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو خبرې وکړي.))
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هوارول او د دغه هېواد اوږده شخړه پاى ته رسول، د امريکا له موخو څخه ده.
ټاکل شوې ده چې په نږدې ورځو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله مېرمن ايلس وېلز هم اسلام اباد ته سفر وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن