د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دولت د سلګونو ټيټ رتبه مامورینو د معاش معادل پیسې د سولې عالي شورا د دسترخوان لګښت کېږي

د دولت د سلګونو ټيټ رتبه مامورینو د معاش معادل پیسې د سولې عالي شورا د دسترخوان لګښت کېږي

Jan 15, 2019 - 18:05

کابل (پژواک، ٢۵ مرغومی ٩٧): د پژواک خبري اژانس معلومات ښيي چې سولې د عالي شورا د ۷۲ کسانو د دسترخوان، د کارکوونکو معاش او د تېلو میاشتنى لګښت په ټولیز ډول شاوخوا ۲۶ میلیون افغانیو ته رسېږي.

د سولې شاوخوا ۷۰ کسیزه عالي شورا په ۱۳۸۹ کال کې د مخکيني ولسمشر حامد کرزي له خوا له طالبانو سره د خبرو لپاره جوړ شوې ده. دغه شورا ډېر لګښت کړی، خو تر اوسه هم سوله نه ده راغلې او جنګ د پخوا په پرتله څو برابر خونړی شوی دی.

د دغې شورا ډېر زیات لګښتونه تر اوسه هم دوام لري او یادو میاشتنیو لګښتونو ته په پام د دې شورا یواځې د یادو درېیو برخو کلنی لګښت له ۳۰۰ میلیون افغانیو ډېر دی.

د دسترخوان پیسې

د سولې عالي شورا د روان کال د تلې میاشتې د استحقاق د لګښت جدول چې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړی، ښيي چې د سولې د عالي شورا د رییس، مرستیالانو، د دارالانشاء رییس، غړو او اجرائیه پلاوي په ګډون د دې شورا ۷۲ غړو ته هره میاشت له ۷.۱ میلیون ډېرې افغانۍ د دسترخوان په نوم ورکول کېږي.

په یاده میاشت کې د دسترخوان په نوم تر ټولو زیاتې پیسې د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي او د دغې شورا د دارالانشاء رییس مخکيني مشر محمد اکرم خپلواک ترلاسه کړې دي.

د یادونې وړه ده چې د روان کال د لیندۍ په ۱۸مه محمد عمر داوودزی د خپلواک پر ځای د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د مشر په توګه وټاکل شو.

د شورا د رییس د دسترخوان پیسې ۴۷۸زره او د دارالانشاء د مخکيني مشر نږدې ۴۵۸زره افغانۍ کېږي.

د دسترخوان په نوم تر ټولو کمې پيسې (٤١٠٠٠) افغانۍ د دغه شورا ۴۳ غړي اخلي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد سیف الدین سیحون د دسترخوان په نوم د سولې عالي شورا غړو په ځانګړې توګه د دې شورا رییس او د دارالانشاء رییس ته دومره ډېرې پيسې ورکول بې انصافي ګڼي او وايي، د نظام دننه د دا ډول امتیازونو ورکول د بنسټ جوړېدو لپاره ډېره خطرناک او مضر تمامېږي.

د هغه په خبره، د سولې عالي شورا ته د دغه ډول امتیازاتو ورکول په هغو بنسټونو پورې تړاو لري چې د شورا بودیجه ورکوي.

دى زياتوي، د پیسو دغه ورکوونکی بنسټ باید ځواب ورکړي چې د کوم معیار له مخې یې دومره ډېر لګښت د سولې عالي شورا ته ځانګړی کړی دی.

د سولې د عالي شورا لګښت د بهرنیو ملاتړ کوونکو له خوا ورکول کېږي.

«د دا ډول پیسو اخیستل شرم دی»

د کابل د کارته نو اوسېدونکي محمد مسیح د یادې شورا د چارواکو د دسترخوان د لګښت په اړه وویل: "د افغانستان زیاتره وګړې د بېوزلۍ له کرښې ټيټ ژوند کوي، د دغو چارواکو لپاره شرم دی چې هره میاشت د دسترخوان د لګښت په نوم شاوخوا نیم میلیون افغانۍ اخلي، په داسې حال کې چې زیاتره هېوادوال یې د خوراک لپاره وچه ډوډۍ نه لري."

د یوه راپور په اساس، ۴۰ سلنه افغانان د بېوزلې له کرښې لاندې ژوند کوي.

د هغه په خبره، کله چې د سولې د عالي شورا یواځې رییس شاوخوا ۵۰۰زره افغانۍ د دسترخوان په نوم اخلي، دغه خلک او هېواد به هېڅکله سوله و نه ګوري.

هغه د شورا غړو ته د دسترخوان په نوم د دومره ډېرو پیسو په ورکولو د سختې نیوکې تر څنګ زیاته کړه، په افغانستان کې ټول امکانات او امتیازونه یواځې یوې مشخصې کړۍ ته ځانګړي شوي او حکومت له نورو خلکو څخه د وچو لرګیو په ډول استفاده کوي.

د کارکوونکو میاشتنۍ تنخوا  

د میاشتني معاشونو د سند کاپي چې پژواک ترلاسه کړې، ښيي چې له رییس، پنځو مرستیالانو، د اجرائیه پلاوي له اتو غړو پرته د دې شورا د نږدې ۵۰۰ کارکوونکو کلني معاشونه له ۲۶۱ میلیون افغانیو ډېرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د یادې شورا د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې، د سولې د عالي شورا رییس، پنځه مرستیالان، د شورا د اجرائیه پلاوي ۱۸ غړي او د شورا  دوه مهم غړي د دسترخوان پر پیسو سربېره معاش هم لري، خو د شورا نورو غړو ته معاش نه ورکول کېږي.

یاده سرچینه د رییس، پنځو مرستیالانو، د اجرائیه پلاوي ۱۸ غړي او د دې شورا د دوو مهمو غړو د معاشونو په اړه کره معلومات نه لري، خو ویې ویل، د وزیرانو او معینانو معادل معاشونه لري.

هغه زیاته کړه، د سولې شورا د اجرائیه پلاوي ځينې غړي د شورا پر معاش او امتیازاتو سربېره له شورا بهر د دولت په چوکاټ کې نورې دندې هم لري او له هغې لارې هم معاش ترلاسه کوي.

د پژواک د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د شورا د شاوخوا ۵۰۰ غړو تر ټولو لوړ معاش ۲۱۳ زره افغانۍ او تر ټولو کم یې نږدې ۱۸۰۰۰ افغانۍ دی. د یادونې وړ ده چې یواځې یو کس په شورا کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ افغانۍ معاش لري.

دا په داسې حال کې ده چې د معلوماتو له مخې، د دولت د شپږمې رتبې د مامور تر ټولو کم معاش له ۶۴۰۰ څخه تر ۷۵۰۰ افغانۍ دی، خو د سولې د عالي شورا د صفاکار معاش ۱۸ زره افغانۍ دی.

د دا ډول زیاتو معاشونو ورکول او د شاوخوا زر ټيټ رتبه مامورینو د معاش معادل پیسې په داسې حال کې د سولې د عالي شورا د دسترخوان لګښت کېږي چې په افغانستان کې همدا اوس د لوستو کسانو په ګډون شاوخوا ۴۰ سلنه خلک بېکاره دي او که د دا ډول ډېرو لګښتونو مخنیوی وشي، په همدې پیسو ډېرو بېکاره او پر شرایطو برابرو کسانو ته د کار زمینه برابريږي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین جیحون دې مسایلو ته په اشارې وویل، ډېر زیات او ناعادلانه معاشونه نه یواځې د سولې عالي شورا کارکوونکو ته ورکول کېږي، بلکې په ولسمشری مقام، اجرائیه ریاست او څو نورو دولتي بنسټونو کې د مشاورینو او نورو په نوم ورکول کېږي.

هغه وویل، د معاشونو وېش ډېر ناعادلانه دی او حکومت نه دی توانېدلی چې د معاشونو د ورکړې لپاره ټاکلی معیار وټاکي.

د ده په خبره، د لوړپوړو چارواکو د معاشونو او امتیازاتو د وېش لپاره معیارونه نشته او هر کس ته له ولسمشر او بهرنیانو سره د روابطو په اساس امتیازات ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، حکومت او ملاتړ کوونکي اړ دي چې یو ځل د سولې په نوم کېدونکي لګښتونه وارزوي چې ایا دا لګښتونه ګټور دي کنه؟

سیحون وویل، په هغه صورت کې چې په دې شورا کې لګښتونه هېڅ اغېز نه لري، باید د سولې عالي شورا دروازه وتړل شي او له دغو امکاناتو په نورو برخو کې استفاده شي.

د ده په باور، په هېواد کې د سولې راتلو ته د دې شورا د نه لېوالتیا او کمزورۍ له امله د سولې کيلي د ګاونډیو، د سیمې او نړۍ د هېوادونو لاس ته لوېدلې او د دغه بنسټ رول سمبوليک شوی دی.

د موټرو د تېلو لګښت

هغه سند چې کاپي یې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، ښيي چې د دغه شورا له بودیجې هره میاشت له ۵۹ ډېرو موټرو ته د تېلو د لګښت اووه میلیون افغانۍ ورکول کېږي. د یادې شورا رییس او د دارالانشاء رییس درېیو موټرو ته هره میاشت د تېلو د لګښت ۳۷ـ ۳۷ زره افغانۍ ورکول کېږي.

سیحون په دې اړه وویل: "کله چې وګورو چې د دې شورا یواځې د رییس او ځینو نورو غړو د دسترخوان لګښت شاوخوا ۵۰۰زره افغانۍ کېږي، د تېلو هغه لګښت چې دغه ارګان کوي، ډېر کم دی. "

خو هغه زیاته کړه، کله چې د دولت د یوه مامور معاش ۱۲ زره افغانۍ وي او یاد مامور په همدې معاش هم د کور کرایه ورکوي او هم د کور نورې اړتیاوې پوره کوي او دغه معاش د سولې د عالي شورا د رییس د څارونکي موټر د تېلو له لګښت سره برابر دی، نو دې هېواد ته به څنګه سوله او ارامي راشي.

د شورا رییس، غړي او د دارالانشاء برخه دې له خپلو امتیازاتو تېر شي

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه ګل رحمان قاضي وویل، که هغه پیسې چې د سولې عالي شورا په تېرو څو کلونو کې مصرف کړې، په زیربنايي برخو کې لګول شوې وای، ښه پایله به یې لرله، داسې پایله چې د زرګونو هغه ځوانانو برخلیک چې د بېکارۍ له امله بهر ملکونو ته تښتېدلي او یا ځینې نور چې په هېواد کې له بلد حالت سره مخ دي، حالت به یې بدل کړی وای.

د هغه په خبره، د سولې د عالي شورا جوړول د ډېرو کسانو لپاره د خوښۍ وړ وو، ځینو په دې شورا کې یو شمېر مشهوره څېرې په نېک پال وګڼلې او هغه یې وستایلې، خو وروسته روښانه شوه چې دغه بهیر له یوې پروژې پرته بل څه نه وو، په داسې حال کې چې پروژه يي کارونه په افغانستان کې پایله نه لري.

هغه وویل، وروسته هر څوک د خپل کار او کسب لپاره لپاره دې بهیر ته داخل شول او د لوړو حقونو او امتیازاتو له امله یې اصلي موخه چې عادلانه، تلپاتې او هر اړخیزه سوله ده، هېره کړه.

د هغه په باور، د سولې مسایل له قربانۍ پرته مخ ته نه ځي او تر هغه چې د دې شورا رییس، غړي او د دارالانشاء برخه له خپلو مادي امتیازانو تېر نه شي، هېڅکله به د یوې رښتینې سولې لپاره هڅه ونه کړي.

هغه وویل: "له امیتازاتو تېرېدل کولای شي د دغه هېواد خپلواکۍ وساتي او دغه خپلواکي به د دې لامل شي چې د یادې شورا باور خوندي شي او مخالفین هم پرې باور وکړي. "

پژواک د سولې عالي شورا ته د ځینو پوښتنو له لېږلو او پرله پسې اړیکو وروسته د ځواب په ترلاسه کېدو بریالی نه شو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement