ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يو پلاوی د تورخم بندر ادارو کې فساد څېړي

د ولسمشرۍ ماڼۍ يو پلاوی د تورخم بندر ادارو کې فساد څېړي

author avatar
15 Jan 2019 - 13:16
د ولسمشرۍ ماڼۍ يو پلاوی د تورخم بندر ادارو کې فساد څېړي
author avatar
15 Jan 2019 - 13:16

جلال اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۷): د ولسمشرۍ ماڼي يو پلاوی چې د نهو بېلابېلو ادارو مسوولين په کې شامل دي، د ننګرهار اړوند د تورخم سرحدي ښارګوټي د فساد او نورو اړوندو ستونزو څېړنه کوي.

دوی د ننګرهار د مرستيال والي په ملتيا د تورخم ښارګوټي ته تللي او همالته د اداراتو پر څېړنه بوخت دي.

د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند د مرغومي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، ياد پلاوی د ولسمشر د سلاکار سميع الله مومند په مشرۍ ننګرهار ته راغلی او اوسمهال تورخم ښارګوټي کې دی.

نوموړی وايي، پلاوی به له دوی سره په ګډه په تورخم ښارګوټي کې د کميسارۍ، ګمرک، ښاروالۍ، ترانسپوټ او يو شمېر نورو ادارو د خلکو د شکايتونو څېړنه کوي او د خپلو څېړنو پايله به په پای کې له رسنيو سره شريکه کړي.

هغه زياته کړه، له يادو ټولو ادارو شکايتونه موجود دي چې د کميسارۍ د شکايتونو په تړاو خو څو ورځې وړاندې اقدام شوی، کميسار بدل شوی خو وايي د نوي کميسار د کارونو ارزونه هم ترسره کيږي.

د والي مرستيال وايي، په تورخم ښارګوټي کې د صادراتي اموالو او بار وړونکو موټرو څارنې تر څنګ د صادراتو په برخه کې د شته ستونزو معلومولو په موخه له مسوولينو او ځايي اوسېدونکو د معلوماتو راټولول اوس هم روان دي.

د تورخم ښارګوټي سوداګر او هلته د لويو لاريو چلوونکي وايي، ګمرک او کميساري ورته تر هغه وخته د تګ راتګ او مالونو د انتقال اجازه نه ورکوي، څو چې دوی پيسې ورنه کړي.

تورخم کې د سوداګرو او لاريو چلوونکو د همغږۍ شورا مرستيال نورحمن پژواک ته وويل، پوليس او د ګمرک مامورين پرته د پيسو له اخيستو هېڅ کار نه کوي.

يو سوداګر حاجي ګلاب وايي، دغه ډول پلاوي پخوا هم تورخم ته راغلي، دوی ورسره اسناد شريک کړي؛ خو تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی.

هغه غوښتنه وکړه، که د تورخم يو چارواکی د فساد په تور ونيول شو؛ نو نور خپله فساد نه کوي؛ خو وايي، دلته تر اوسه هېڅ کس ته قانون سزا ورنه کړه او لا هغه کسان پرمختګ کوي چې دلته ډېر فساد وکړي.

خو د ننګرهار مرستيال والي وايي، دغه ځل پلاوى جدي څېړنه کوي او د بدلون راوستو کلکه اراده لري.

مومند وويل، د والي په لارښوونه له ياد پلاوی سره راغلی او ورته يادونه شوې چې که د هر چا په تړاو شکايت او اسناد موجود وي، نو ورسره به قانوني چلند ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.