د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل بریدزیانمن : د (ګرین ویلج کمپ) دې د استوګنې له سيمې وايستل شي

د کابل بریدزیانمن : د (ګرین ویلج کمپ) دې د استوګنې له سيمې وايستل شي

Jan 15, 2019 - 18:12

​کابل(پژواک،۲۵ لیندۍ ۹۷): د کابل ښار د نهمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د تېرې شپې په برید کې سلګونه د استوګنې کورونو او دوکانونو ته زیان اوښتی او که له دې سیمې د «ګرین ویلج کمپ» انتقال نه شي دوی به پر مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، د برید موخه د «ګرین ویلج» ودانۍ وه چېرته چې غیر دولتي سازمانونه او بهرني مېلمستونونه پراته دي.

 د یاد وزارت چارواکو ویلي، په یاد موټر بم برید کې څلور کسان وژل شوي او د ۲۳ ماشومانو او ۱۲ ښځو په ګډون  ۱۱۳ تنه ټپیان شوي، خو د سیمې اوسېدونکي د ټپيانو شمېر له ۲۰۰ او د وژل شوو شمېر له څلورو کسانو ډېر ګڼي.

 وسله والو طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دغه موټر بم او وسله وال برید پنځو بریدګرو په دې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر مرکز کړی چې لسګونه بهرني سرتېري او د دوی همکاران په کې وژل شوي.

د طالبانو په خبره، په دې برید کې د کورونو د ښيښو د ماتېدو له امله د سیمې یو شمېر اوسېدونکي چې د برید موخه نه و هم برسېرن ټپیان شوي دي.

 خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل، د برید پر مهال یوازې ساتونکي په کمپ کې وو او ممکن د ښيښو او کړکيو د ماتېدو له امله ورته ډېر زیان اوښتی وي.

  پر یاد کمپ په ۱۳۹۱، ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو کې هم د دولت وسله والو مخالفینو برید کړی  و.

 د سیمې اوسېدونکي پر یاد کمپ دې ډول برید ته په اشاره وايي، داسې یو کمپ باید د استوګنې په سیمه کې موقعیت ونه لري.

د یادې سیمې یو وکیل حاجي ضیا نوري نن پژواک ته وویل: ((دا څوم ځل دی چې د یادې سیمې اوسېدونکو ته پر کمپ د برید له امله زیان رسېدلی دی، خلکو څو ځله له حکومته و غوښتل چې دغه کمپ د استوګنې له سیمې بل ځای ته انتقال کړي خو غوښتنو ته یې پام ونه شو او هر ځل عامو وګړو قرباني ورکړې ده.))

 هغه زیاته کړه، د تېرې شپې په برید کې د استوګنې شاوخوا زر کورونه چې په یاده سیمه کې د کابل ـ جلال اباد سړک پر دواړو څنډو پراته دي زیانمن شوي، د سیمه له ۲۰۰ زیات اوسېدونکي ټپيان، څو کسان وژل شوي او نادرکه دي.

 هغه د یادې پېښې د یوه قرباني«۲۲ کلن ذاکر» چې له واده یې شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې د جنازې په مراسمو کې وویل: ((د ذاکر ګناه څه وه، نوی له مکتب څخه فارغ شوی و او تېره ورځ یې کانکور ته د تیاري کورس کې نوم لیکنه کړې وه، که دا کمپ د استوګنې له سیمې ونه ایستل شي موږ سبا د کابل ـ جلال اباد لاره تړو او لاریون کوو.))

 د عیسی خان په نوم د ذاکر یوه خپلوان وویل: ((ګټه د بهرنیانو جیبونو ته ځي او زیان یې زموږ خلک ويني، دا څوم ځل دی چې د سیمې اوسېدونکي د یاد کمپ له امله ځاني او مالي زیان ویني، که دا کمپ ونه تړل شو بیا موږ خپل تصمیم نیسو.))

 حکمت الله چې په یاده پېښه کې یې دوه وروڼه، درې ورېرونه، مور او دوه خویندې ټپیان شوي وویل: ((دا څه ډول حکومت دی چې موږ ته پام نه کوي، موږ د خپلې ډوډۍ غم و خورو او که  د کور د بیارغولو، موږ نور له حکومته غوښتنې نه لرو ځکه حکومت د امنیت ساتنې توان نه لري، زموږ غوښتنه یوازې د دغه کمپ تړل دي.))

د یادې سیمې ځینو نورو اوسېدونکو هم د کمپ د انتقال غوښتنه وکړه او ویې ویل: ((دغه ډول کمپونو ته باید د استوګنې په سیمو کې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.))

 د کابل د ولایتي شورا رییس حاجي رحیم الله مجاهد چې د پېښې د څېړلو لپاره یادې سیمې ته تللی او د پېښې د یوه قرباني په جنازه کې یې ګډون کړی و پژواک ته وویل: ((اوس چې حکومت د خلکو د امنیت ساتنې توان نه لري لږ تر لږه دې د هغوى غوښتنې ته پام وکړي او دغه دې کمپ چې د استوګنې په سیمه کې موقیت لري وتړي، د انسان د ژوند پر وړاندې د پیسې ارزښت نه لري او د ځمکې څښتنان باید د استوګنې په سیمو کې دا ډول کمپونه په کرایه ور نه کړي.))

هغه زیاته کړه، دی د خلکو ملاتړ کوي، تر څو چې دغه کمپ و نه تړل شي او یا کومې بلې سیمې ته انتقال نه شي د سیمې له خلکو سره یو ځای پر مدني حرکتونو لاس پورې کوي.

د تېرې ورځې د برید سیمه تر اوسه (د غرمې ۱۲ بجې) د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده او خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې لاړ شي او فلم یا يې عکس واخلي.

د یادونې ده چې په دې پېښه کې د استوګنې د کورونو او دوکانونو د زیانمن کېدو سربېره د کابل د ګمرک ریاست چې د یاد کمپ مخې ته موقعیت لري هم زیانمن شوی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement