د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زلمی خليل‌زاد کابل ته راغلى

زلمی خليل‌زاد کابل ته راغلى

Jan 15, 2019 - 19:12

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): د افغانستان د سولې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد کابل ته د حکومت له مشرانو سره د سولې په تړاو د خبرو کولو لپاره نن رارسېدلى دى.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې په کابل کې د امريکا سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، خليلزاد به له ولسمشر غني، اجرائيه رئيس عبدالله او سياسي مشرانو سره وګوري او په افغانستان کې د سولې د هر اړخيز بهير په برخه کې د متحده ايالاتو د هڅو د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې اترې وکړي چې د ګډې راتلونګې د ټاکلو لپاره د افغانانو د ځواکمنېدو لامل شي.

نوموړى کابل ته له راتګ څخه مخکې، هندوستان، متحده عربي اماراتو او چین ته هم سفرونه وکړل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې خليل‌زاد د افغانستان د ملي وحدت حکومت او نورو ښکېلو افغانانو سره د همغږۍ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي تر څو د سولې بهير چې مشري او مالکيت يې د افغانانو په غاړه وي بريالی شي.

سرچينه زياتوي، د جګړې د ختمولو د څرنګوالي په اړه د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو دودول او په خبرو اترو کې د ګډون لپاره د ګوندونو هڅول د متحده ايالاتو موخه ده تر څو داسې هوکړه وشي چې له مخې يې هر افغان د قانون په وړاندې ورته حقونه او وجايب ولري.

د خبرپاڼې په حواله، ځانګړي استازي خليل‌زاد د ډيسمبر په مياشت کې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د جګړې د ختمېدو يواځينۍ لاره د ټولو اړخونو تر منځ خبرې اترې او د درناوي او يو بل منلو له مخې د افغانستان د سياسي راتلونکې لپاره هوکړې ته رسېدنه ده. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement