ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمر داوودزی: د وسله والو مخالفینو نا سمې کړنې باید وغندل شي خو سپکاوی دې نه کېږي

عمر داوودزی: د وسله والو مخالفینو نا سمې کړنې باید وغندل شي خو سپکاوی دې نه کېږي

author avatar
15 Jan 2019 - 16:52
عمر داوودزی: د وسله والو مخالفینو نا سمې کړنې باید وغندل شي خو سپکاوی دې نه کېږي
author avatar
15 Jan 2019 - 16:52

 

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومی ٩٧): د سولې عالي شورا د سولې په بهیر کې د رسنیو رول مهم بولي او وايي، رسنۍ باید اوس، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، مخالفینو ته سپکاوی ونه کړي.

دا خبر د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سولې د اجماع لپاره په سیمه ییزو چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د ژورنالېستانو د مدافع بنسټ سره ناستې ته وکړه.

هغه وویل، سمه ده چې د مخالفینو چاودنې او ځانمرګي بریدونه ښه عمل نه دی، دا کړنې یې باید وغندل شي خو سپکاوی یې ونه شي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې وروستۍ څلور لسیزې جګړه بهرنۍ ریښې لري او باید خپله افغانان یې حل او فصل کړي.

د ژورنالېستانو د همغږۍ مرکز مرستیال مصدق مقسط دې غونډې ته وویل: ((افغان وګړي له تېرو څلوېښت کلونو راهیسې په وحشتناکو شرایو کې ژوند کوي، موږ یو غم ځپلې طبقه یو، څلوېښت کاله د بلاوو ښکار یو، سوله زموږ هیله نه بلکې موخه مو ده، او موږ د سولې اړوند پیغامونو په خپرولو ځان خپلې موخې ته روسوو.))

د افغانستان د ژورنالېستانو شورا رییس حفیظ الله بارکزي وویل، ټول پوهېږو چې په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه ده او هر ورځ سلګونه ځوانان، ماشومان، ښځې او نارینه پکې وژل کېږي.

هغه زیاته کړه: ((موږ نه غواړو چې نور زموږ خلک د نیابتي جګړې قرباني شي، باید د سولې عالي شورا تر څنګ کار وکړو څو سولې ته د رسېدو لپاره یوې مثبتې پایلې ته ورسېږو.))

د ده په خبره، اوس د سولې لپاره د ګاونډيو هېوادونو د شين څراغ لیدل کېږي او موږ باید له دې فرصته د پام وړ ګټه پورته کړو څو سولې ته ورسېږو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.