ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې موټر چلولو ته د مېرمنو او نجونو لېوالتيا ډېره شوې

په مزارشريف کې موټر چلولو ته د مېرمنو او نجونو لېوالتيا ډېره شوې

author avatar
15 Jan 2019 - 14:51
په مزارشريف کې موټر چلولو ته د مېرمنو او نجونو لېوالتيا ډېره شوې
author avatar
15 Jan 2019 - 14:51

مزارشريف (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د موټر چلولو له مسلک سره د مېرمنو او ځوانو نجونو علاقمندي زياته شوې ده.

بلخ کې د ښځو د حقونو فعالانې دې موضوع ته خوشبينه دي او زياتوي چې له دې سره به مېرمنې د ځان بسياينې پر لور ګامونه واخلي او همدا راز به د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی هم کم شي.

۴۵ کلنه ليلما احسان په مزارشريف کې د مېرمنو لپاره د موټر چلولو د زده کړې ځانګړي مرکز مشره ده چې د دولتي رسمي دندې تر څنګ يې په شخصي پانګونه ياد مرکز جوړ کړی دی.

هغې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، درې کاله وړاندې يې له يو شمېر مېرمنو سره تر سلا مشورې وروسته، د ښځو لپاره د موټر چلولو د زده کړې ځانګړی مرکز پرانيست.

نوموړې زياتوي چې په پيل کې زړه نا زړه وه؛ خو د درې کلونو په تېرېدو سره يې اوسمهال دغه مرکز کې لسګونه مېرمنې د ډرېورۍ مسلک پر زده کو بوختې دي.

مېرمن ليلما نيمه ورځ په مزارشريف کې د ښوونکو روزنې موسسه کې د استادۍ دنده ترسره کوي او وروسته له غرمې د ياد روزنير مرکز چارې سمبالوي.

هغې له ډرېورۍ سره د بلخي مېرمنو د علاقې په اړه وويل: ((په پيل کې زړه نا زړه وم، ګومان مې کاوه، چې د کلتوري او دوديزو رواجونو له امله به کورنۍ خپلو مېرمنو ته اجازه ورنکړي، چې موټر چلول زده کړی؛ خو اوس هر څه بدل شوي، لسګونه مېرمنې همدا اوس هم زمونږ په مرکز کې د موټر چلولو مسلک زده کوي)).

مېرمن ليلما د خپلو خبرو په دوام کې راته وويل چې د تېرو درېو کلونو په موده کې يې په خپل روزنيز مرکز کې شاوخوا ۵۰۰ مزاري مېرمنو ته د موټر چلولو مسلک ور زده کړی او هغوی په رسمي ډول د ډرېورۍ جوازونه اخيستي دي.

هغې زياته کړه : (( تر ټولو ښه خبره دا ده چې زمونږ ډېری کورنيو اوس دا منلې، چې مېرمنې هم بايد په ټولنه کې بشپړ سهم ولري، د پخوا په پرتله اوس خلک ډېر ښه شوي، زه يې شاهده يم چې زياتې کورنۍ غواړي، چې د کور ښځينه غړې دې يې په مسلکي ډول موټر چلول زده کړي)).

نوموړې زياتوي، چې کله په ښار کې ګرځي او د هغو مېرمنو په ليدو ډېره خوشاله کېږي، چې د دې تر لاس لاندې يې د موټر چلولو فن زده کړی دی.

مېرمن ليلما په مرکه کې تر ټولو جالبه راته دا وو، چې نوموړې وايي له تېرو ۷ کلونو راهيسې ډرېوري کوي؛ خو په وينا يې چې په دغه موده کې حتی يو ځل هم د چا لخوا له ازار او اذيت سره نه ده مخ شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.