کابل (پژواک، ٢٥ مرغومی ٩٧): د کابل ښار عبدالحق څلورلارې ته نږدې په یوه شخصي کرولا موټر د مقناطیسي بم چاودنې یو کس وژلی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد پژواک ته وویل، دغه پېښه نن سهار ۸:۲۰ دقیقې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، وژل شوی کس موټر چلوونکی دی او تر اوسه یې هویت نه دی په ډاګه شوی.
د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن