ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

‎محب: د کابل بريد بې پوښتنې نه پرېږدو

‎محب: د کابل بريد بې پوښتنې نه پرېږدو

author avatar
15 Jan 2019 - 14:54
‎محب: د کابل بريد بې پوښتنې نه پرېږدو
author avatar
15 Jan 2019 - 14:54

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د کابل د پروني بريد د غندلو تر څنګ ويلي چې دغه به بې پوښتنې پرې نه ږدي.

پرون ماښام شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند د ګرين ويليج په نامه هغې سيمه کې چې يو شمېر بهرنۍ موسسې فعاليت کوي، د سړک پر سر د موټربم بريد وشو.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې ٤ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ١١٣ زيات ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې بهرنيانو او دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب ويلي، د افغانستان د خاورې او خلکو دښمنانو يو ځل بيا په خونړي عمل لاس پورې کړ او په کابل کې يې تر سلو زياتو عادي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
‎هغه زياته کړې چې د دې پېښې د ټپيانو مطلق اکثريت يې ماشومان او تورسرې دي.

‎محب په ټينګار سره ويلي: ((په داسې حال کې چې موږ د سولې او ثبات لپاره د سيمې د هېوادونو د اجماع او پاملرنې جلبولو په هلو ځلو بوخت يو، دښمن ددې هڅو د سبوتاژ کولو لپاره له هر امکان کار اخلي.))

‎د ملي امنيت سلاکار د بېګني بريد غندلو تر څنګ ژمنه کړې ده چې د دغه برید په تړاو به غلي پاتې نه شي او جدي پوښتنه به يې وکړي.

هغه زياته کړې: ((د دې پېښې پلټنه به وکړو او هم به يې غچ واخلو.))

محب وايي، ‎هر څوک چې د داسې وحشتونو تر شا لاس لري، نور دې داسې فکر نه کوي چې بې پوښتنې او بې ځوابه به پاتې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.