پلخمري (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧): د پژاوک خبري اژانس د يوه راپور له خپرېدو وروسته، د ٢،٨ ميليونه ډالرو په لګښت د بغلان د مرکز پلخمري ښار د برېښنا د لومړي بند د بيارغونې چارې پيل شوې.
د لړم مياشتې په ١٥مه د بغلان سيمه ييز چارواکو پژواک ته ويلي وو چې د پلخمري برېښنا بند دروازې نور د اوبو را ګرځولو توان نه لري او که چېرې يې د رغولو لپاره اقدام ونه شي، ډېر ژر به له منځه ولاړ شي.
د دغه راپور له خپرېدو پوره دوه مياشتې او يوولس ورځې وروسته نن د ياد بند د بيارغونې چارې پيل شوې.
په سيمه کې د اوبو او برېښنا وزارت استازي انجنير مسيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د دغه بند د کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
ده وويل چې په نږدې راتلونکي به د دغه بند د نورو برخو د بيارغونې چارې هم پيل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه بند پر بيارغونې باندې څه باندې ٢،٨ ميليونه ډالره لګښت راځي چې د اوبو او برېښنا وزارت له بودجي ورکول کېږي.
دغه راز په بغلان کې د افغان نساجي فابریکې ريیس غلام قادر پژواک ته وويل چې د دغه بند دوه دروازې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ وې.
هغه زياته کړه: ((دغه کانال د اوبو ګرځولو لپاره جوړېږي، څو اوبه په کې را وګرځوي او د بند د نورو برخو د جوړېدو لپاره لار هواره شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن