ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اووه انسان تښتوونکي پر بند محکوم شول

اووه انسان تښتوونکي پر بند محکوم شول

author avatar
16 Jan 2019 - 17:46
اووه انسان تښتوونکي پر بند محکوم شول
author avatar
16 Jan 2019 - 17:46

ګردېز (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧): د ګردېز ښاري محکمې د اتو نيول شوو انسان تښتوونکو له ډلې شپږ یې پر ۱۵، ۱۵ او يو بل پر پنځه کاله بند محکوم کړل او يوه ته يې برائت ورکړ.

د انسان تښتوونکو ياده ډله شاوخوا يوه مياشت مخکې د ملي امنيت ځواکونو د ګردېز اړوند په عبدالله کلا سيمه کې نيولې وه او يو ماشوم يې ورڅخه ژغورلی و.

د ښاري لومړنۍ محکمې مشر مجيب الرحمن وايي، پر محکوم شوو کسانو پورې شوو تورونو او اړوندو دلايلو قاضيان قانع کړل او پر اساس يې ياده پرېکړه کړې ده.

ده وويل: ((د قضيې د طرفينو او د اراوو په اتفاق تاسو هر يو شریف ولد شينواری، سليمان ولد سيد حسن، عبدالولي ولد حاجې صاحب شاه، جاوېد ولد ادرک، عبدالهادي ولد عالم او عارف ولد حريف خان د جزا کوډ د ۵۹۴مې مادې د لومړۍ فقرې او د ياد کوډ د ۵۹۰مې او ۵۹۱مې مادو په نظر کې نيولو سره هر يو مو پر ۱۵، ۱۵ کاله تنفيذي بند محکوم کړئ.))

هغه د پاتې دوه کسانو په اړه وويل چې يو يې په جرم کې د مرستيال په توګه د عمل ترسره کولو له امله پر پنځه کاله او پاتې هغه يې د کافي دلايلو او ثبوتونو د نه شتون له امله بې ګناه او بری الذمه اعلانېږي.

نوموړي وويل: ((ته دِلاجان ولد ګلاجان د جزا کوډ د ۵۹ او ۵۹۰ مادې له مخې په پنځه کاله تنفيذي بند او علي ګل ولد ځنډي ګل د جزا کود د ۵ او د اساسي قانون د ۲۵ مادې له مخې د الزام لپاره د کافي دلايلو د نه شتون له امله بری الذمه اعلان شوئ.))

خو محکوم شوي ځيني کسان شکايت کوي چې په زور ترې اعتراف اخيستل شوی او د څېړنو پر مهال شکنجه شوي دي.

د دوی له ډلې شریف وويل: ((زه ډېر ژوبل وم، صرف به يې راته وويل چې دا ومنه چې څه به مې ورته وويل، بېرته يې نه راته ښکارول چې څه يې وليکل؟ ويې ويل چې دا کس څوک دی؟ ما ورته وويل نه يې پېژنم، خو ويل يې چې ويې نه ښيې، نور دې هم وهم. سر ته يې وهلی يم، پښې يې راباندې پړسولې دي، د کرکټ په بېټ يې وهلی يم، دوه کسانو به نيولم او دوو به وهلم.))

دِلاجان هم ورته شکايت لري او وايي، د عبدالله په نوم د تښتول شوي ماشوم په خلاصون کې يې مرسته کړې او ملي امنيت يې پرې خبر کړی، خو اوس په دغه جرم کې دی هم نيول شوی او په شکنجه ترې اعتراف اخيستل شوی دی.

جان وويل: ((پر ټنډه يې په بوکس ووهلم، په امنيت کې هېڅ انصاف نشته، له څارنوال نه يې نيولې ټولو له موږ سره ظلم کړی دی. که دې خلکو پر ما شاهدي وويله، په چوک کې مې اعدام کړئ. که ما له هغوی سره کومک نه وای کړی، امنيت ملي ته مې زنګ نه کاوه.))

خو اړوندې ادارې د محکوم شوو کسانو تورونه بې بنسټه بولي.

پر بند محکوم شوي کسان د استيناف غوښتنه کولی شي او دوه نورې محکمې يې هم لا پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.