ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د بريالي شوو نوماندانو پلويانو د کمېسيون دروازه وتړله

بلخ کې د بريالي شوو نوماندانو پلويانو د کمېسيون دروازه وتړله

author avatar
16 Jan 2019 - 16:26
بلخ کې د بريالي شوو نوماندانو پلويانو د کمېسيون دروازه وتړله
author avatar
16 Jan 2019 - 16:26

مزارشريف (پژواک، ۲۶ مرغومی، ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د لومړني لېست د برياليو نوماندانو لسګونو پلويانو د ټاکنو کمېسيون دروازې په تړلو سره، د مشکوکو رايو د بيا ځلي شمېرلو پروسه ودروله.

دوه اوونۍ وړاندې په مزارشريف کې د لومړني لېست د ناکامو نوماندانو له پراخو اعتراضونو وروسته، شکاياتو ته د رسېدو کمېسيون عمومي مشر بلخ ته د خپل سفر پر مهال له يادو معترضو نوماندانو سره توافق وکړ چې مشکوک صندوقونه به بيا شمېري.

تمه وه چې دغه چاره نن (د مرغومي ۲۶مه) پيل شي خو د برياليو نوماندانو پلويانو، د کمېسيون د دروازې په تړلو سره دغه پروسه وځنډوله.

د معترضينو يوه استازي نصرالله فرهنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د رايو بيا ځلي شمېرلو لپاره له کمېسيون او ناکامو نوماندانو سره هېڅ ډول قانوني اسناد نشته نو ځکه دوی اجازه نه ورکوي چې دغه چاره ترسره شي.

نوموړی زياتوي چې شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون له مرکز کابل څخه د بلخ ټاکنو کمېسيون ته د ۶۰۳ صندوقونو د رايو د بيا شمېرلو مکتوب لېږلی خو په وينا يې چې دغه مکتوب کې د رايو د بيا شمېرلو دليل او اسناد نه دي واضح شوي.

د هغه په خبره، شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون بايد د خپلمنځي توافقنامو پر ځای، د ټاکنو قانون ته ارجحيت ورکړي.

فرهنګ په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې د قانون له مخې يواځې هغه صندوقونه تفتيش او بيا ځلي شمېرل کېدای شي چې په اړه يې مستدل اسناد موجود وي.

نوموړی ټينګار کوي چې دوی به هېڅ چا ته اجازه ورنه کړي څو هغه صندوقونه بيا وشمېري چې په اړه يې هېڅ ډول شکايت نه وي شوی او همدا راز په تړاو قانوني اسناد موجود نه وي.

هغه زياته کړه چې تر هغو به د بلخ د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلي څو چې دوی ته قناعت نه وي ورکړل شوی.

د بلخ په لومړني لېست کې د بريالي نوماند عبدالحميد شريفي استازي محمد سرور انوري پژواک ته وويل چې ناکامو نوماندانو او شکاياتو ته د رسېدو کمېسيون د دوی له مشورې او خبرولو پرته د رايو د بيا شمېرلو توافق کړی چې په وينا يې دوی ته د منلو وړ نه دی.

هغه وويل: ((که هر څوک راشي او له کمېسيون څخه د رايو بيا ځلي شمېرل وغواړي؛ نو باور وکړئ چې پايلې به تر قيامته هم اعلان نه شي، هغه کانديدان چې ناکام دي، کمېسيون خاين بولي، خو که يې بريالي کړل نو بيا هر څه سم وي. خلک دا حالت نه شي زغملی، بايد نهايي پايلې اعلان شي.))

نوموړي زياته کړه چې ناکام کانديدان بايد اخلاقي جرئت وکړي او هغه کسان چې رايې ګټلې، د خلکو د استازو په توګه ومني.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.