کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۷): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که چېرې طالبان د خبرو اترو مېز ته نه راځي او جګړه انتخاب کړي، نو امریکا ورسره جګړه کوي او هم به د افغانانو او افغان حکومت په خوا کې دریږي او ملاتړ یې کوي.
په کابل کې د امریکا سفارت له خوا د زمري په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی چې زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې، نن په کابل کې د افغان رسنیو له استازو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
هغه د دې لیدنې پر مهال د افغان امنيتي ځواکونو د رول ستاینه کړې او په ډاګه کړې چې د سولې لپاره د افغان ځواکونو رول ډېر مهم دی.
خلیلزاد ویلي: ((د سولې لپاره اړینه ده، چې طالبان له افغانانو او حکومت سره خبرې وکړي، په دې اړه سیمه ییزه او نړیوال اجماع رامنځته شوې ده.))
د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو د وروستۍ خبرپاڼې په اړه ویلي، که هغوی د سولې خبرې کول غواړي، نو ورسره خبرې کوي او که جګړه غواړي، نو جګړه کوي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له امریکا سره د سولې خبرولو د ځنډولو ګواښ کړی و.
خلیلزاد ویلي: ((که چېرې طالبان د خبرو اترو میز ته نه راځي او جګړه انتخاب کړي، نو امریکا به د افغانانو او افغان حکومت په خوا کې دریږي او ملاتړ یې کوي.))
د هغه په وینا، امریکا او متحدین یې ویاړي چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، د افغان ځواکونو له خوا نظامي فشارونه اوسمهال ګټور ثابتېدلی شي.
ده زیاته کړې: ((د پرمختګ لپاره د افغانانو یووالی ډېر مهم دی.))
د امریکا ځانګړي استازي په دې لیدنه کې ویلي: ((امریکا هېڅکله په افغانستان کې دایمي پوځي اډې نه دي غوښتي، موږ غواړو چې افغان شخړه د مذاکراتو له لارې هواره شي او امریکا له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي او له دې ځایه ترهګر بیا موږ ته ګواښ رامنځ ته کړي.))
خلیلزاد ویلي، د اوږدمهال لپاره امریکا له افغانستان سره پراخه اړیکې غواړي او د افغانستان د تېرو ۱۷ کلنو قربانۍ او لاسته راوړنې دې وساتل وشي.
هغه زیاته کړې، دا اړیکې به نظامی، دیپلوماتیکي او اقتصادي وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن