د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا روغتيايي مرکزونو ته له تېرې يوې مياشتې درمل نه دي رسېدلي

د پکتيا روغتيايي مرکزونو ته له تېرې يوې مياشتې درمل نه دي رسېدلي

Jan 16, 2019 - 14:52

ګردېز (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧): د پکتيا د مرکز او ولسواليو روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو ته له تېرې يوې مياشتې راهيسې درمل نه دي رسېدلي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د پکتيا د يو شمېر ولسواليو چارواکي په دې برخه کې اړوندې ادارې د چارو پر بې نظمۍ او ناغېړۍ تورنوي او ټينګار کوي چې هر څه ژر بايد دغه ستونزه هواره شي.

د څمکنيو ولسوال عيدمحمد احمدزي د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چې په دې ولسوالۍ کې شته شپږ کلينيکونه درمل او د ناروغانو لپاره د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او پر ژمنې سربېره لا هم ستونزه نه ده حل شوې.

احمدزي وويل: ((په څمکنيو کې له دغه نوي قرارداد سره دوا کمه ده، د مريضانو په اعاشه کې هم کمبود ده او رسېدګي نشته. دوی نن ورځ ښودلې وه چې دا مشکل حل کېږي، خو تر اوسه نه ده حل شوې.))

دغه راز د سيد کرم ولسوال عبدالرحمن سوله مل هم د روغتيايي خدمتونو د مسوولې انجيو د چارو په ټکنۍ ترسره کېدو پړه بولي او وايي چې د خلکو په فشار يې يوازې د پخوانۍ انجيو په زېرمتون کې پاتې ځيني درمل دې ولسوالي ته ور وړل شوي دي.

سوله مل وويل: ((مخکنۍ دوا چې له پخوانۍ انجيو پاتې وه، شاوخوا پنځوس فيصده يې راوړې چې د خلکو اوليه ضرورتونه پرې پوره شي، خو دې نوې قراردادي انجيو د تر اوسه يوه ګولۍ هم نه ده راوړې، خو وعده يې کړې چې په دې نږدې ورځو کې يې درته رسوو.))

همدارنګه د احمدابا ولسوال حضرت احمدزی هم د درملو د نه شتون له امله د خلکو د فشارونو خبره کوي او وايي چې له تېرو شاوخوا درېیو اونيو راهيسې د احمدابا ولسوالۍ د کلينيک امبولانس ته پټرول هم نه دي ورکړل شوي.

احمدزي پژواک ته وويل: ((زموږ کلينيکونه د دوا لخوا فلج دي، له امبولانس سره چې چا د تېلو قرارداد کړی، هغه يې هم لا ندي ورکړي. اکثره خلک بېرته بې دوا همداسې ځي.))

دغه راز د زرمت ولسوال حکيم وزيري وايي چې د دې ولسوالۍ لوی مرکزي روغتون او شپږ نور کوچني کلينيکونه تر اوسه د نوې قراردادي انجيو تر پوښښ لاندې نه دي راغلي چې له امله يې پر روغتيايي خدمتونو خورا ناوړه اغېزې کړي دي.

دی وايي: ((تر اوسه موږ ته هېڅ شی نه دي رسېدلي، دا خو ټول مشکل، مشکل دی. زموږ هېڅ کلينيک ته اسانتياوې نه دي رسېدلې، مرکزي روغتون ته خو دنيا را روانه وي، خو دلته هېڅ نشته، مشکل ډېر زيات دی.))

بل لور ته خلک په روغتيايي مرکزونو کې د درملو له نه شتون څخه سخت شکايت کوي او وايي چې ډېر خلک له بازار څخه د درملو د پېرلو توان هم نه لري.

د دوی له ډلې د احمدابا ولسوالي اوسيدونکی نورالله وايي چې خپل يو ناروغ يې د ولسوالي مرکزي کلينيک ته د تداوي لپاره بېولی، خو له درملو ترلاسه کولو پرته راستون شوی دی.

نوموړي وويل: ((دا وړه لور مې ناروغه ده، د ژمي مريضانې دي نو، دلته راغلو پرچه کې مې ور وړه، خو صرف مريض يې وکوت، نور يې راته وويل چې دوا نشته. اوس دومره پيسې نلرم چې خپله دوا واخلم، بس نو نه پوهېږم چې څنګه وکړم؟))

د پکتيا يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی هم ياده ستونزه مني او وايي چې د درملو، تېلو او د روغتيايي مرکزونو د تودولو لپاره يې د لرګيو په اخيستو پر هېواد انجيو فشار راوړی دی.

احمدزي پژواک ته وويل: ((له اول تاريخه بايد کلينيکونه نوې انجيوګانې واخلي، خو په پنځلس ورځو کې به دوی څنګه ټولو کلينيکونو ته خريداري وکړي، لګيا دې پرې، موږ کلک رانيولي چې خريداريانې وکړئ.))

خو پکتيا لپاره د نوې روغتيايي قراردادي انجيو مشر ډاکتر فضل الرحمن منګل روغتيايي مرکزونو ته د درملو او نورو اړوندو توکو د نه رسېدو پړه پر وزارت اچوي، چې په خبره يې دوی ته يې قرارداد ناوخته ورکړی دی.

منګل پژواک ته وويل هڅه کوي چې تر راتلونکو لسو ورځو ټولو روغتيايي مرکزونو ته درمل او نور طبي توکي ورسوي.

نوموړي زياته کړه: ((دا غټ مشکل د وزارت له خوا دی چې وزارت دا دوره په ژمي کې شروع کړه. د موسـسې بدلېدو دا دوره يې بايد مخکې شروع کړې وای، خو اوس حتمن دې کې مشکل راځي. ځينو عاجلو ځايونو ته لږ، لږ دوا رسوو، ټولو ته کوشش کوو چې ژر يې ورسوو. اوس د ژمي موسم کې مشکل لوی شوی، کاشکې وزارت دا کار مخکې کار کړی وای.))

د يادونې ده، د نوي ميلادي کال له پيل سره سم د پکتيا د روغتيايي مرکزونو قرارداد له پخوانۍ انجيو يوې بلې انجيو ته سپارل شوې چې په حوزوي روغتون کې د ډاکټرانو د تشکيل او ځنيو نورو چارو پر سر د ناندريو او بضعې نورو مسايلو له امله يې لا هم کار ندی پيل کړی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement