ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا روغتيايي مرکزونو ته له تېرې يوې مياشتې درمل نه دي رسېدلي

د پکتيا روغتيايي مرکزونو ته له تېرې يوې مياشتې درمل نه دي رسېدلي

author avatar
16 Jan 2019 - 14:52
د پکتيا روغتيايي مرکزونو ته له تېرې يوې مياشتې درمل نه دي رسېدلي
author avatar
16 Jan 2019 - 14:52

ګردېز (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧): د پکتيا د مرکز او ولسواليو روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو ته له تېرې يوې مياشتې راهيسې درمل نه دي رسېدلي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د پکتيا د يو شمېر ولسواليو چارواکي په دې برخه کې اړوندې ادارې د چارو پر بې نظمۍ او ناغېړۍ تورنوي او ټينګار کوي چې هر څه ژر بايد دغه ستونزه هواره شي.

د څمکنيو ولسوال عيدمحمد احمدزي د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چې په دې ولسوالۍ کې شته شپږ کلينيکونه درمل او د ناروغانو لپاره د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او پر ژمنې سربېره لا هم ستونزه نه ده حل شوې.

احمدزي وويل: ((په څمکنيو کې له دغه نوي قرارداد سره دوا کمه ده، د مريضانو په اعاشه کې هم کمبود ده او رسېدګي نشته. دوی نن ورځ ښودلې وه چې دا مشکل حل کېږي، خو تر اوسه نه ده حل شوې.))

دغه راز د سيد کرم ولسوال عبدالرحمن سوله مل هم د روغتيايي خدمتونو د مسوولې انجيو د چارو په ټکنۍ ترسره کېدو پړه بولي او وايي چې د خلکو په فشار يې يوازې د پخوانۍ انجيو په زېرمتون کې پاتې ځيني درمل دې ولسوالي ته ور وړل شوي دي.

سوله مل وويل: ((مخکنۍ دوا چې له پخوانۍ انجيو پاتې وه، شاوخوا پنځوس فيصده يې راوړې چې د خلکو اوليه ضرورتونه پرې پوره شي، خو دې نوې قراردادي انجيو د تر اوسه يوه ګولۍ هم نه ده راوړې، خو وعده يې کړې چې په دې نږدې ورځو کې يې درته رسوو.))

همدارنګه د احمدابا ولسوال حضرت احمدزی هم د درملو د نه شتون له امله د خلکو د فشارونو خبره کوي او وايي چې له تېرو شاوخوا درېیو اونيو راهيسې د احمدابا ولسوالۍ د کلينيک امبولانس ته پټرول هم نه دي ورکړل شوي.

احمدزي پژواک ته وويل: ((زموږ کلينيکونه د دوا لخوا فلج دي، له امبولانس سره چې چا د تېلو قرارداد کړی، هغه يې هم لا ندي ورکړي. اکثره خلک بېرته بې دوا همداسې ځي.))

دغه راز د زرمت ولسوال حکيم وزيري وايي چې د دې ولسوالۍ لوی مرکزي روغتون او شپږ نور کوچني کلينيکونه تر اوسه د نوې قراردادي انجيو تر پوښښ لاندې نه دي راغلي چې له امله يې پر روغتيايي خدمتونو خورا ناوړه اغېزې کړي دي.

دی وايي: ((تر اوسه موږ ته هېڅ شی نه دي رسېدلي، دا خو ټول مشکل، مشکل دی. زموږ هېڅ کلينيک ته اسانتياوې نه دي رسېدلې، مرکزي روغتون ته خو دنيا را روانه وي، خو دلته هېڅ نشته، مشکل ډېر زيات دی.))

بل لور ته خلک په روغتيايي مرکزونو کې د درملو له نه شتون څخه سخت شکايت کوي او وايي چې ډېر خلک له بازار څخه د درملو د پېرلو توان هم نه لري.

د دوی له ډلې د احمدابا ولسوالي اوسيدونکی نورالله وايي چې خپل يو ناروغ يې د ولسوالي مرکزي کلينيک ته د تداوي لپاره بېولی، خو له درملو ترلاسه کولو پرته راستون شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.