ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معترض نوماندان: د کابل د ټاکنو اعلان شوې پایلې نه منو

معترض نوماندان: د کابل د ټاکنو اعلان شوې پایلې نه منو

author avatar
16 Jan 2019 - 19:30
معترض نوماندان: د کابل د ټاکنو اعلان شوې پایلې نه منو
author avatar
16 Jan 2019 - 19:30

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر معترض نوماندان د کابل ټاکنیزې حوزې د رایو د باطل اعلانېدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې دهرکلي تر څنګ ګواښ وکړ چې دې مسئلې ته د نه پاملرنې په صورت کې به پراخ مدني حرکتونه وکړي.

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې روان کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه خو په کندهار کې بیا د لړم پر پنځمه ترسره شوې.

د افغانستان د اسلامي حرکت انقلاب ګوند اړوند له ۳۰ زیاتو نوماندانو نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ادعا یې وکړه چې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو په مرکز او ولایتونو کې د رشوت په اخیستو درغلي کوونکو نوماندانو ته د بریالیتوب زمینه برابره کړه.

د یاد ګوند رییس مولوي عبدالحکیم منیب د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو پر جعليتوب ټینګار وکړ او ویې ویل: ((اوس موږ ټول د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته ځو، که دوی زموږ غږ وانه ورېد، خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړو.))

دا سلامي حرکت انقلاب ګوند ویاند عطاءالله فیضاني وویل، له ټاکنو مخکې یاد ګوند د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمزوري مديریت په اړه خپل وړاندیزونه دغه کمېسیون ته سپارلي و، خو له بده مرغه کم نظرونه یې ومنل شول، نو ځکه ټاکنې له ستونزو ډکې وې.

هغه زیاته کړه، ټاکنیز کمېسیونونه د خپلو سیالیو له امله د ټاکنو بهیر له فساد څخه ډک کړ او خپله دوی یې هم نه مني.

نوموړي د ولسي جرګې تېرې ټاکنې له ډېرو درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل: ((د بایومتریک ماشینونو غیرفعالیتوب، ټاکنیزو مرکزونو ته د کارکوونکو او ټاکنیزو توکو ناوخته رسېدل، د رای پاڼو کمښت، په ډېټابیس کې د زیاتره رایې ورکوونکو د نوم نه شتون، د رایو د محلونو ناوخته خلاصېدل، د ناامنۍ له امله د رایې ورکونې د مرکزونو بند پاتې کېدل، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو په مرسته د زورواکو له خوا په زور د صندوقونو ډکېدل او له زرګونه جعلي پېژندپاڼو او سټېکرو څخه استفاده د ټاکنو په ورځ هغه لویې ستونزې وې چې د ټاکنو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړ.))

سربېره پر دې هغه وویل، د رایو د شمېرنې بهیر هم ډېر ستونزې لرلې چې د یو نوماند له خوا د بل نوماند په رایو کې لاسوهنه، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو له لوري د پیسو په بدل کې د رایو خرڅلاو، د بېلا بېلو کړیو له خوا په ډېټابیس کې لاسوهنه هغه موارد وو چې د ټاکنو د بهیر روڼوالى یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

له کابله ولسي جرګې ته معترې نوماندې یاسمین سروري ناستې ته وویل: ((له بده مرغه چا چې زور او زر لرل، د ټاکنو کمېسیون ته یې پیسې ورکړې څو زموږ رایې د دوی په ګټه وشمېري.))

نوموړي زیاته کړه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر پرېکړې انتظار کوو، که د دغه کمېسیون اقدام هم عادلانه نه و، نو خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د حرکت انقلاب ګوند غړو له حکومته وغوښتل، هغه کسان دې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني چې ټاکنیزې درغلۍ او جرمونه یې کړي وي.

د کابل ولایت معترض نوماند قاري سیدعمر هوتک وویل: ((موږ خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکوو، حق غوښتل کېږي، ورکول کېږي نه، موږ د سر او مال په بیه خپل حق غواړو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.