هرات (پژواک، ٢٦ مرغومی ٩٧): د کرنې وزیر په هرات کې د زعفران انسټیټیوټ د بنسټ ډبرې د اېښودو په مراسمو کې وویل، ترکیه په هرات کې د زعفرانو د تولید او پروسس په برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني هرات ته د سفر پر مهال نن د یاد انسټیټیوټ د بنسټ ډبره کېښوده او ویې ویل، د زعفران انسټیټیوټ د ودانۍ د جوړېدو ۶۰ میلیونه افغانۍ کرنې وزارت له بودجې ورکول کېږي او په راتلونکو دوو کلونو کې به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړي په خبره، د یاد انسټیټیوټ د جوړېدو موخه د افغانستان د زعفرانو ترویج، څېړنه او د هغه لپاره بازارموندنه ده.
هغه د دې په روښانولو چې د هېواد زعفران مو لوړ کیفیت لري زیاته کړه: ((له همدې امله ترکیې پرېکړه کړې چې د خپلې اړتیا وړ زعفران (هر کال ۳۰۰ کیلو ګرامه) له افغانستانه تر لاسه کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې د هرات د کرنې مسوولانو په خبره، په وروستیو کلونو کې د زعفرانو تولیدات زیات شوي او هرات ولایت توانېدلی چې په ۱۵ ټنه زعفرانو په تولید د هېواد ۹۰ سلنه زعفران تولید کړي.
د کرنې وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې روښانه کړه، ترکیه لېوالتیا لري چې د هرات پر زعفرانو پانګونه وکړي او وروسته د دغه ولایت زعفران پروسس او بسته بندي کړي او د افغانستان په نوم یې نړیوالو بازارونو ته ولېږي.
د هرات سرپرست والي په دغو مراسمو کې وویل، ترکیې د افغانستان د زعفرانو پر صادراتو ګمرکي تعرفې له ۳۰ سلنه صفر ته راکمې کړې دي.
په همدې وخت کې یو شمېر زعفران کاران د زعفرانو د پرمختګ او پراختیا لپاره د دې پروګرام څخه خوشالي ښکاره کړه.
د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ د زعفرانو یو کارکوونکی غلام حضرت پژواک ته ویل: ((موږ د زعفرانو په برخه کې د حکومت له هڅو خوشاله یو او هیله من یو چې په دې اقدامونو د زعفرانو بیه د تېرو کلونو په ډول زیات شي.))
په دې ولسوالۍ کې د زعفرانو یو بل کارګر سرور وویل: ((زموږ غوښتنه یوازې دا ده چې د زعفرانو بیه د پخوا کلونو په ډول لوړه شي او د دولت دغه کړنه په دې برخه اغېز لرلای شي.))
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په هرات کې د زعفرانو کارکوونکو ویلي وو چې د یو کیلو زعفرانو بیه له ۱۰۰ زرو څخه ۳۰ زره افغانیو ته رالوېدلې او که دولت د زعفرانو د بیې د ښه کېدو لپاره کار ونکړي دوی مجبور دی چې بېرته د تریاکو کرلو ته مخه کړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن