د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د پلخمري برېښنا بند د بیارغولو چارې پیل شوې

​د پلخمري برېښنا بند د بیارغولو چارې پیل شوې

Jan 16, 2019 - 16:28

پلخمري (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧): د پژاوک خبري اژانس د يوه راپور له خپرېدو وروسته، د ٢،٨ ميليونه ډالرو په لګښت د بغلان د مرکز پلخمري ښار د برېښنا د لومړي بند د بيارغونې چارې پيل شوې.

د لړم مياشتې په ١٥مه د  بغلان سيمه ييز چارواکو پژواک ته ويلي وو چې د پلخمري برېښنا بند دروازې نور د اوبو را ګرځولو توان نه لري او که چېرې يې د رغولو لپاره اقدام ونه شي، ډېر ژر به له منځه ولاړ شي.

د دغه راپور له خپرېدو پوره دوه مياشتې او يوولس ورځې وروسته نن د ياد بند د بيارغونې چارې پيل شوې.

په سيمه کې د اوبو او برېښنا وزارت استازي انجنير مسيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د دغه بند د کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.

ده وويل چې په نږدې راتلونکي به د دغه بند د نورو برخو د بيارغونې چارې هم پيل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه بند پر بيارغونې باندې څه باندې ٢،٨ ميليونه ډالره لګښت راځي چې د اوبو او برېښنا وزارت له بودجي ورکول کېږي.

دغه راز په بغلان کې د افغان نساجي فابریکې ريیس غلام قادر پژواک ته وويل چې د دغه بند دوه دروازې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ وې.

هغه زياته کړه: ((دغه کانال د اوبو ګرځولو لپاره جوړېږي، څو اوبه په کې را وګرځوي او د بند د نورو برخو د جوړېدو لپاره لار هواره شي.))

د دغه بند جوړېدو چارې يوه تاجکستاني شرکت ته سپارل شوې دي.

د دغه شرکت مسوول انجنیر محمود کشوراوف پژواک ته وويل چې شل ورځې وروسته به د بند د بيارغونې اساسي چارې پيل شي.

هغه زياته کړه: ((د بند په زړه کې د کار کولو لپاره اول بايد موږ اوبه بلې خوا ته يوسو، نو ځکه مو نن د کانال د جوړولو کار پيل کړ چې کله کانال جوړ شو نو اوبه په کانال کې ځي او موږ به خپل اساسي کار شروع کړو.))

د نوموړي په وينا، د دغه بند لپاره نوې دروازې په ازبکستان هېواد کې جوړې شوې او د بند ټولې برخې به په اساسي ډول ورغول شي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه بند به تر جوړېدو وروسته د څلور مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا ولري، په داسې حال چې اوس مهال يواځې ١،٢ ميګاواټه برېښنا توليدوي.

د يادونې ده، د پلخمري برېښنا بند ٧٥ کاله وړاندې جوړ شوى چې د برېښنا د توليد تر څنګ سلګونه هکتاره ځمکه هم له همدغه بنده خړوبېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement