ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د پیسو او محصلین د اسنادو په لټه دي”

“د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د پیسو او محصلین د اسنادو په لټه دي”

author avatar
17 Jan 2019 - 11:27
“د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د پیسو او محصلین د اسنادو په لټه دي”
author avatar
17 Jan 2019 - 11:27

کندهار (پژواک، ۲٧ مرغومی ۹۷): خلک وايي، د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د دې پر ځای چې له دولتي پوهنتونونو سره په څنګ کې د لوړو زده کړو په برخه کې معیاري خدمات وړاندې کړي، تر ډېره یې سوداګریزه بڼه خپله کړې ده.

دوی زیاتوي، د لوړو زده کړو  خصوصي موسسې د پیسو او محصلین د اسنادو په لټه کې دي.

د عامو خلکو تر څنګ دولتي چارواکي هم وايي چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د زده کړې معیارونو ته د پاملرنې پر ځای پیسو ګټلو ته ارزښت ورکړی، خو د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو مسوولین یې نه مني او وايي حکومت پاملرنه نه ورته کوي که نه نو خدمات یې نور هم معیاري کېدای شي.

په کندهار کې د د دولتي پوهنتون تر څنګ د میرویس نیکه، بېنوا، سبا او ملالۍ په نومونو څلور د لوړو زده کړو خصوصي موسسې فعالیت کوي چې سلګونه محصلین په کې د طب، اقتصاد، سیاسي علومو او حقوقو، کمپیوټر ساینس او نورو پوهنځیو کې زده کړې کوي.

په ټولیزه توګه خلک د لوړو زده کړو د دغو ادارو پر چارو او خدماتو نیوکې لري او وايي معیاري نه دي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی محمد عالم چې د لوړو زده کړو په یوه خصوصي موسسه کې یې د سیاسي علومو او حقوقو پوهنځی لوستی، وايي، له لویه سره ستونزه په دې کې ده چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د داسې خلکو له خوا جوړې شوې چې اکاډمیک او علمي خلک نه دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، دغسې اشخاص یوازې په دې فکر کې وي چې څنګه پیسې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې که هغوی له یوه اړخه له دې لارې پیسې ترلاسه کوي نو بل اړخ ته باید معیاري خدمات هم وړاندې کړي.

دی زیاتوي، له بده مرغه په خصوصي پوهنتونونو کې فیس لوړ او د زده کړې کیفیت ټیټ دى، په دغو پوهنتونونو کې د نورو تر څنګ دولتي کارکوونکي او چارواکي زده کړې کوي چې پر دوی د قانون پلي کول ګرانه خبره ده.

نوموړی د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتنه کوي چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې و ارزوي او د دغو مواردو په اړه څېړنه وکړي.

د شفیع الله په نوم یو بل محصل هم وايي چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ خصوصي پوهنتونونه ان د لومړنیو امکاناتو لکه ودانۍ، استادان، لابراتوار او نورو اړتیاوو په برخه کې ستونزې لري.

ده پژواک ته وویل، په ځینو پوهنتونونو کې داسې ښودل کېږي چې ګواکې استادان یې ماسټرۍ لري خو هغوی لسانس وي او دغه راز د محصلینو لپاره مجهز لابراتوار او کتابتون هم نه لري چې د محصلینو لپاره ډېر مهم دي.

دی وايي، د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو ګڼ استادان په نورو ادارو کې دندې لري او ډېر مهال ټولګیو ته پر وخت او یا هیڅ نه حاضرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.