کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۷): د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو د پروان د شینوارو ولسوالۍ د محکمې ريیس تښتولی دی.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو تېره ورځ مازدیګر د شینوارو ولسوالۍ د محکمې رییس سحرګل کابل ته د تلو پر محال د شینوارو ولسوالۍ په دهندره استامه سیمه کې له موټره ښکته کړی دی.
د شهکار په خبره، امنیتي ځواکونو یې د خلاصون په موخه عملیات پیل کړي او همدا اوس په سیمه کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
نوموړې د یادې پېښې په اړه جزئیات ور نه کړل.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن