ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولين: د اروزګان پوليس تر پخوا مسلکي شوي او چلند يې هم ښه شوى

مسوولين: د اروزګان پوليس تر پخوا مسلکي شوي او چلند يې هم ښه شوى

author avatar
17 Jan 2019 - 16:11
مسوولين: د اروزګان پوليس تر پخوا مسلکي شوي او چلند يې هم ښه شوى
author avatar
17 Jan 2019 - 16:11

ترينکوټ (پژواک، ۲۷ مرغومى ۹۷): وروسته له هغه چې د اروزګان والي د دغه ولايت پوليس غير مسلکي ياد کړل، اوس امنيتي مسوولين وايي چې پوليس يې مسلکي شوي او په چلند کې يې هم بدلون راغلى دى.

امنيتي مسوولينو دا څرګندونې د مرغومي په ٢٧مه د دغه ولايت د پوليسو له روزنيز مرکزه د ٥٥ پوليسو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

د اروزګان والي اسدالله سعيد له فارغ شوو پوليسو وغوښتل چې ټولنې ته په ايماندارۍ خدمت وکړي.

هغه وويل، پوليس بايد يواځې ورسپارل شوې دنده ترسره کړي او د جرمونو مخنيوى وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې والي تېره مياشت د دغه ولايت پوليس غير مسلکي بللي وو.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عظيم هاشمي وویل، دا څلورمه دوره پوليس سرتېرې دي چې له دغه مرکزه فارغېږي.

هغه زياته کړه چې مسلکي پوليس له خلکو سره ښه چلند کوي.

نوموړي وويل چې د دغه ولايت پوليس اوس د پخوا په پرتله مسلکي شوي او له خلکو سره يې په چلند کې هم ښه والى راغلى دى.

د دغه ولایت د ملي امنیت رييس بريد جنرال عبدالصمد شمس بيا هیله وښوده چې له دې وروسته به د دغه ولایت پولیس د ملي او مسلکي کېدو خوا ته نور هم روان شي.

شمس وايي، که پولیس سرتېرو ته ښه روزنه ورکول شي، نو د دولت او خلکو ترمنځ به شته واټن راکم شي.

د عصمت الله په نامه يوه فارغ شوي پوليس پژواک ته وويل چې اړينې زده کړې يې کړې دي او هڅه به وکړي د خپل هېواد او ولس خدمت وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.