ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار، خوست او کندهار کې د سولې په طرفدارۍ لاريونونه وشول

په ننګرهار، خوست او کندهار کې د سولې په طرفدارۍ لاريونونه وشول

author avatar
17 Jan 2019 - 16:14
په ننګرهار، خوست او کندهار کې د سولې په طرفدارۍ لاريونونه وشول
author avatar
17 Jan 2019 - 16:14

کندهار- جلال اباد- خوست (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۷): د سولې د ولسي حرکت غړو او سلګونو کسانو په خوست، کندهار او ننګرهار ولايتونو کې د سولې په ملاتړ لاريونونه وکړل.

دغو کسانو د مرغومي په ٢٧مه د سوله ييزو لاريونونو پر مهال پر وسله والو طالبانو او حکومت غږ وکړ چې د اوربند د اعلانېدو تر څنګ دې سوله وکړي.

سلګونو لاريون کوونکو د جلال اباد بېلابېلو واټونو کې وګرځېدل او د امن غواړو، سوله غواړو، جنګ بس دی، اوربند غواړو په شعارونو ورکولو يې افغان حکومت او د هغوی مخالفه وسله واله ډله طالبان خپلمنځي سولې ته وهڅول.

يتيم کوچنيان، معلولين، سپين ږيري او ځوانان د دغه لاريون برخه وال وو چې ټولو په يوه غږ د سولې راتګ او اوربند د اعلان غوښتنه کوله.

په دوی کې يو هم د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی سپين ږيری جرنيل زميندار نومېده،  ويل يې څلوېښت کاله يې خوشالي نه ده ليدلې، جګړو او غمونو يې ژوند پيکه کړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((موږ هر چاته زارۍ کړو، حکومت ته يې هم کړو، خلافت ته يې هم کړو، امارت ته يې هم کړو او راغلي مېلمنو ته يې هم کړو، د خدای خاطر وکړئ، موږ افغانان يو، مسلمانان يو، موږ خپل کور پخپله جوړول غواړو، جنګ نه غواړو.))

د ننګرهار د معلولينو اتحاديې مشر مسعود ساپی له يو شمېر معلولينو سره د لاريون بدرګې ته ورغلی و، هغه ويل، د جګړې قربانيان يوازې افغانان دي او بايد د سولې مذاکرات افغان شموله وي.

دی وايي، په لاريون کې يې د ګډون موخه د سولې راتګ او د جګړې د دواړو لورو ترمنځ د اورند اعلانېدو غوښتنه ده.

دغه راز د سولې ولسي حرکت په نوښت ورته لاريون په خوست ښار کې هم ترسره شو چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى و.

لاريون کوونکو په ټوله لار په خپلو شعارونو کې له طالبانو “موږ اوربند غواړو، جنګ بس دی، نور زموږ ژوند مه اخلئ، موږ سوله غواړو” غوښتنه کوله.

د دغه ولسي حرکت يوه غړي ثناءالله همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل څو څو ځلې يې وسله والو طالبانو ته ليکلي خطونه او کسان ور لېږلي چې له افغان دولت سره خبرو ته کېني، خو هغوی هر ځل د دوی دا خبره رد کړې ده.

دی وايي: ((طالبان له امريکا او قطر سره کېني، خو چې موږ يې خپل ولس يو بيا هم نه راسره کېني، نن له طالبانو زموږ دا غوښتنه ده چې ايا ته سبا راځې دلته حاکم جوړېږې، محکوم به دې همدا ولس وي که بل څوک، که دې همدا ولس محکوم وي، موږ در وغواړه چې د سولې په خبرو کې درسره وغږېږو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.