ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي غزني کې د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

چارواکي غزني کې د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
17 Jan 2019 - 11:04
چارواکي غزني کې د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
17 Jan 2019 - 11:04

غزني ښار (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٧): د تندر قول اردو چارواکي وايي چې په غزني کې د ماين په چاودنه او له افغان ځواکونو سره جګړه کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو امر ډګرمن محمد فاروق روشنمل د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د غزني ښار په دويمه حوزه کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د طالبانو د قوماندان ملا عزت الله په ګډون ١١ کسان وژل شوي دي.

خو نوموړي په دې جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه ويل.

روشنمل زياتوي چې د غزني د جغتو ولسوالۍ په پيراکي سيمه کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو د غزني سيمه ييز چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې تېره شپه د دويمې نه، بلکې د درېيمې حوزې په مربوطاتو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((جګړه وشوه، خو طالبان بېرته پر شا شول او چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.