ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سفير په تورخم کې د افغان مسافرو ستونزې له نږدې وليدې

افغان سفير په تورخم کې د افغان مسافرو ستونزې له نږدې وليدې

author avatar
17 Jan 2019 - 09:30
افغان سفير په تورخم کې د افغان مسافرو ستونزې له نږدې وليدې
author avatar
17 Jan 2019 - 09:30

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٧): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير لطف الله مشعل په تورخم بندر کې د افغان مسافرو ستونزې له نږدې واورېدې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د مرغومي په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سفير لطف الله  شعل پرون له يو شمېر نورو چارواکو سره تورخم ته ولاړ او هلته يې له مسافرو او د دواړو هېوادونو له ځايي امنيتي مسوولينو سره وليدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، مشعل په تورخم کې د مسافرو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو د ستونزو له نږدي څارنه وکړه او همدارنګه له مسوولو چارواکو نه يې د مسافرو د تګ راتګ د اسانتیاوو، د پاسپورټ دخول او خروج پروسې چټکتیا او نورو شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

افغان سفیر په تورخم کې د افغانستان کميسارۍ مسوولينو او له نورو اړوندو چارواکو سره هم وليدل او په تورخم کې یې د مسافرو لپاره د هر ډول اسانتياوو برابرولو او د ستونزو د هواري سپارښتنه وکړه.

نوموړي په تورخم کې له  مسافرو سره هم وليدل او د هغوى ستونزې يې واورېدې او ورته د رسېدنې ژمنه يې وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستاني چارواکو له خوا د تورخم پر دروازې د تجارتي موټرو د تلو راتلو د وخت غځېدو، ناروغانو او ښځينه مسافرو ته جلا کتار جوړولو، د پاسپورټونو د ټاپه کولو پروسې چټکتيا او په دروازه کې د هر ډول  اسانتياوو رامنځته کولو ژمنه وشوه.

دا په داسې حال کې چې له تېر کال راهيسې په تورخم کې د ستونزو له امله ګڼه ګوڼه زياته شوې او له دې بندر څخه پر اوښتو څو ساعته لګيږي.

څو ورځې مخکې د تورخم پورې غاړه د لنډيکوتل سيمې سوداګرو د يو لاريون پر مهال د پاکستانيو ځواکونو پر ضد شعارونه ورکړي او ادعا يې کوله، چې ددوى د سوداګرۍ مخه يې نيولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.