لښکرګاه (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۷): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پر سلګونو جګړه ځپلو کورنيو د خوراکي او ژمنيو توکو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
د نادعلي ولسوال محمد ګل هاشمي د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په دې ولسوالۍ له سلګونو جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه.
د نوموړي په وينا، دغه کورنۍ د يوه پلاوي له سروې وروسته لېست شوې چې هرې کورنۍ ته د درې سوه امريکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او غير خوراکي توکي ورکول کېږي.
ده زياته کړه: ((دغه مرستې د ملي اردو او امريکايانو له خوا ترسره کېږي چې په لومړي پړاو کې ٤٥٠ کورنيو ته وېشل کېږي.))
د ولسوال د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې وريجي، غوړي، دال، د ګاز ډبه، کمپلې او ځيني نور شيان شامل دي.
هاشمي وايي چې له اته سوه هغو کورنيو سره هم د مرستو وېشلو چارې پيل شوې چې وچکالۍ ځپلې دي.
ده وويل چې دغو کورنيو ته غنم، غوړي، لوبيا او البسه ورکول کېږي.
دغه راز د مرستې د وېش پر مهال د ٢١٥ ميوند قول اردو د درېيمې لوا قوماندان ډګروال محمد داود ناصري وويل چې دوی به د امنيتي ستونزو د حل تر څنګ له جګړه ځپلو کورنيو سره دې ډول مرستو ته دوام ورکړي.
د ده په خبره که په نورو سیمو کې هم ځينې کورنۍ جګړو زیانمنې کړې وي، دوى ورسره د مرستو کولو لپاره چمتوالى لري.
خو د نادعلي ولسوالۍ د لوى مانده سيمې یوه اوسېدونکي چې مرستې یې ترلاسه کړې وې، پژواک ته وويل چې دغه مرستې دوى ته ډېره ګټه نه شي رسولاى.
هغه وايي: ((دا به زموږ يو څو ورځې شي، زموږ اصلي مشکل دا دى چې زموږ د اوبو سيستم جګړو خراب کړى دى، هغه دې راته بېرته فعال کړي.))
د يادونې ده، افغان امنيتي ځواکونو شاوخوا څلور مياشتې وړاندې په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې عمليات ترسره کړل چې په پايله کې یې يو شمېر سيمې بېرته د حکومت تر کنټرول لاندې راغلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن