ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: ولسمشر دې د کړو ژمنو د عملي کولو وخت مشخص کړي

د پکتيا اوسېدونکي: ولسمشر دې د کړو ژمنو د عملي کولو وخت مشخص کړي

author avatar
17 Jan 2019 - 16:30
د پکتيا اوسېدونکي: ولسمشر دې د کړو ژمنو د عملي کولو وخت مشخص کړي
author avatar
17 Jan 2019 - 16:30

ګردېز(پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٧): د پکتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو او ځوانانو د اصلاحي جرګې په چوکاټ کې د دغه ولايت په ځينو مهمو مسايلو ګډه مشورتي ناسته وکړه او له ولسمشر څخه يې وغوښتل چې د کړو ژمنو د پيل او پلي کولو وخت دې مشخص کړي.

دوی وويل، که له دغه ولايت سره د مهمو چارو او پروژو شوې ژمنې عملي نه شي، نو د راتلونکو ټاکنو او سياسي حرکت لپاره به د بلې لارې ټاکلو پرېکړه وکړي.

قومي مخور ښايسته جان احدي وويل چې له پکتيا سره يوازې ژمنې کيږي، خو تر اوسه يې په هېڅ ژمنه عمل نه دی شوی.

احدي دغه ولايت ته د لومړۍ درجې امتيازاتو ورکول، د لويو او اساسي اقتصادي پروژو پلي کول، د ځينو لويو لارو او سړکونو رغونه، د پکتياوالو کادرونو ګومارل، ښاري ماسټر پلان، تعليمي او روغتيايي برخو کې د پروژو پلي کول او ځينې نورې چارې مهمې بولي.

نوموړي پژواک ته وويل:((نننۍ غونډه دلته پاتې کېدونکې نه ده، تر دې وروسته د مرکز په شمول ولسواليو او ټولو ځايونو ته سفرونه کوو. موږ د خپل حق د غوښتلو لپاره دا غږ اوچتوو، په تېر کې چې کومې وعدې شوې دي، لومړی د هغو عملي کېدل غواړو. پکتياوال نور هغه څوک نه دي چې خاص په وعدو غلط شي، موږ عمل ګورو، عمل کوو.))

دغه راز مدني فعال منوچهر مل وويل چې ولسمشر د کابينې د غړو په شتون کې د پکتيا اوسېدونکو ته ويلي و، چې تر اوسه يې دغه ولايت ته پام نه دی کړی او تر دې وروسته د ياد ولايت نوبت دی او د لومړيتوب په ډول به ځينې مهمې پروژې په کې پيل کړي، خو په خبره يې تر اوسه د دې پروژو هېڅ څرک نشته.

مل وايي:((متاسفانه پکتيا ته د ولسمشر ټول سفرونه له وعدو ډک و، خو تر ننه هېڅ يوه نه ده عملي شوې. د پکتيا خلک په تېرو ټاکنو کې په تمامه معنا له اوسني ولسمشر سره ودرېدل او رايه يې ورکړه چې مهم کارونه ورته وکړي، خو اوس چې د رياست جمهوري دورې خلاصېدو ته يوازې درې مياشتې پاتې دي، هېڅ يوه يې نه ده عملي شوې.))

يوبل مدني فعال سيدجمال الدين اصف خېل وايي چې د پکتيا اوسېدونکو په هر ډول سختو حالاتو کې د دولت پوره ملاتړ کړی، خو د حکومت له خوا د عمل په ډګر کې بيا هېر شوي دي.

نوموړی زياتوي چې دا يې د ژمنو شويو پروژو او کارونو د تر سره کېدو په اړه وروستی غږ دی.

اصف خېل وويل:((ولسمشر د پکتيا له ولس سره د کمپاين پرمهال ۱۳ ژمنې کړې وې، چې تر اوسه يې يوه هم نه ده تطبيق شوې، خلک ډېر خواشيني دي. بدبختانه دې زون او خصوصا پکتيا ته په تېرو پنځه کلونو کې هېڅ کار ونه شو.))

همدارنګه انجنير تاج محمد ګردېزى وايي چې تر دې وروسته هېڅکله په تشو ژمنو نه تېروځي او که شوې ژمنې د مشخص مهال وېش له مخې عملي نه شي، ټول به په ګډه له بل انتخاباتي ټيم سره يو ځای شي.

ګردېزي وويل:((د ولسمشرۍ نوماندان له پکتيا سره ډېرې وعدې کوي، خو کله چې بريالى شي بيا د پکتيا د خلکو اړتياوو او ستونزو ته هېڅ پام نه کوي. د پکتيا ټول ولس به متحدانه له داسې انتخاباتي ټکټ سره يو ځای شي چې قوي تضمين ترې واخلي، چې ټولو ستونزو ته يې رسيدګي وکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.