ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روداتو ولسوالۍ کې د غصب پر ۳۰۰۰ جريبه ځمکې د جوړو شويو کورونو نړول پيل شول

روداتو ولسوالۍ کې د غصب پر ۳۰۰۰ جريبه ځمکې د جوړو شويو کورونو نړول پيل شول

author avatar
17 Jan 2019 - 18:12
روداتو ولسوالۍ کې د غصب پر ۳۰۰۰ جريبه ځمکې د جوړو شويو کورونو نړول پيل شول
author avatar
17 Jan 2019 - 18:12

جلال اباد (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۷): د ننګرهار د والي په مشرۍ د امنيتي او عدلي ادارو مسوولينو په روداتو ولسوالۍ کې د غصب پر ۳۰۰۰ جريبه د جوړو شويو کورونو د نړولو لړۍ پيل کړه.

مسوولين د مرغومي په ۲۷مه د دغې ولسوالۍ سرخ ديوال سيمې ته ورغلي وو او هلته يې پر خپلسر جوړو شويو کورونو باندې لوډرونه وګرځول.

د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، د روداتو ولسوالۍ په سرخ ديوال سيمه کې دوولس سوه او شپېته جريبه ځمکه د چرخي په نوم کس ته ورکړل شوې، چې په دې اړه هم ملاحظې شته او په محکمه کې د دې ځمکې د قضيې تر روښانتيا پورې هيڅوک حق نه لري چې پرې د ابادۍ چارې تر سره کړي.

ده زياته کړه، همدا راز تر هغې پورې چې د دغې ځمکې اړوند قضيه روښانه کېږي، په سرخ ديوال کې به د دوولس سوه جريبه ځمکې حدود روښانه کړي.

د هغه په وينا، هغو کسانو چې له يادې ټاکلې ځمکې څخه يې زياته ځمکه په خلکو پلورلې وي، د غاصبينو په توګه به يې د قانون منګولو ته وسپاري او په ځمکه جوړې شوې ودانۍ به يې ونړول شي.

حيات وايي: ((امر کې ۱۲۶۰ جريبه ځمکه ده، خو دوی ۴۰۰۰ جريبه ځمکه نيولې ده، چې نن به ورته حدود معلوم شي، پاتې نوره ځمکه به ترې راوګرځول شي.))

هغه وويل، د سرخ ديوال سيمه د نوي جلال اباد ښار پراختيا او بېلابېلو پروژو پلي کېدو په خاطر مهم ارزښت لري او له همدې امله يې دوی په بشپړ ډول د غاصبينو له منګولو څخه خلاصوي.

د ننګرهار عدلي رييس مستو خان هلال وويل، د چرخي اړوند ځمکې د انتقال په پروسه کې يې لاسليک نه دی کړی او هيله يې وښوده، چې د دې ځمکې قضيه په جدي ډول وڅېړل شي، ترڅو دولتي ځمکه په چل او فريب د افرادو لاس ته ور نه شي.

د ننګرهار د ښار او کور جوړونې  رييس عبدالقهار حيدري وویل، دغلته يې د ورتګ موخه په سرخ ديوال کې د غصب د مخنيوي په موخه د ولسمشر د حکم تطبيق دی.

ده زياته کړه، ډېر ژر به د سرخ ديوال په پاتې سيمو کې هم د ولايت د رهبرۍ پرېکړې ته عملي بڼه ورکړي او د کمپاين په ترڅ کې به ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبينو څخه خلاصې کړي.

خو د سيمې اوسېدونکو ويل، کورونه يې په داسې ځای کې جوړ کړي، چې د روداتو ولسوالۍ د محکمې له لوري ورته شرعي قبالې ورکړل شوې دي.

د محمد شريف په نوم يو تن چې شاوخوا اته کاله وړاندې يې دغلته کور جوړ کړی، وايي، د روداتو ولسوالۍ په محکمه کې ورته شرعي قباله ورکړل شوې؛ خو اوس يې والي کور ړنګوي، چې دا ځای په نقشه کې دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.