ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرامرز تمنا هم ځان د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړ

فرامرز تمنا هم ځان د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړ

author avatar
17 Jan 2019 - 15:36
فرامرز تمنا هم ځان د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړ
author avatar
17 Jan 2019 - 15:36

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ۹۷): فرامرز تمنا نن د ولسمشرۍ ټاکنو د اووم نوماند په توګه له خپلو مرستیالانو سید قیاس سعدي او محمد امین رشادت سره په ټاکنو کمېسیون کې نوم لیکنه وکړه.

فرامرز تمنا په خپل ټاکنیز ټکټ کې پوهنمل سید قیاس سعدي د لومړي او ډاکتر محمد امین رشادت د دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي دي.

تمنا د نړیوالو اړیکو او نړیوالو مطالعاتو په برخه کې د دوکتورا دوه سندونه له تهران او د هندوستان له جواهر لعل نهرو پوهنتونونو څخه ترلاسه کړي دي.

نوموړي له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کړه او په ۲۰۰۸ کال کې د سیمه ییزو همکاریو په سازمان (ایکو) کې د کلتوري چارو د متخصص په توګه دنده لرله، لس کاله د پوهنتون استاد و، دوه تحقیقي راپورونه او ۳۰ تحقیقي علمي مقالې یې لیکلې دي.

تمنا له نوم لیکنې وروسته رسنیو ته وویل: ((له ښه مرغه موږ په هېواد کې عزت او لویي لرو چې له بده مرغه په تېره سلیزه کې د افغانستان د پراختیا په برخه کې نه دی مصرف شوی، ظرفیتونه او انرژۍ زیاتره د بهرنیانو په خوشالولو بوخت وو او خپل مشروعیت یې له بهرنیانو د اړیکو له لارې ترلاسه کولو او یا په هېواد کې پر قومي او داخلي مسایلو بوخت وو.))

هغه هیله مندي ښکاره کړه چې «د افغانستان د تدبیر او پراختیا» ټېم وکولای شي دا تشه ډکه کړي او د حکومت په مشرتابه کې یو ژمن او په نړیوال عصري علم پوه ټېم ولري څو حکومت یو دولت رامنځته کړي چې ټولې اندېښنې یې قومیت او بهرنۍ اړیکې نه، بلکې د افغانستان پراختیا او پرمختګ وي.

د ولسمشرۍ ټاکنو یاد نوماند د ولسمشرۍ ټاکنو د شفافیت او نه شفافیت په اړه وویل: ((په ټاکنو کې ستونزې شته، د ولسي جرګې په ټاکنو کې هم موږ د ستونزو شاهدان وو خو هیله لرم چې د ولسي جرګي د ټاکنو له ترلاسه شوو تجربو د ولسمشرۍ ټاکنو په ښه ترسره کېدو کې ګټه واخلو.))

هغه د ټاکنو ستونزې پر درېیو برخو ووېشلې او زیاته یې کړه: ((د ټاکنو په بېلابېلو مرحلو کې درې اساسي ستونزې موجودې وې، په لومړۍ کټګورۍ کې د ډيموکراسۍ نه بنسټیز کېدل، دویمه برخه ستونزې په نوماندانو پورې اړه لرله چې له بده مرغه ځيني نوماندان خوښوي چې په درغلۍ قدرت ته ځان ورسوي او درېیمه برخه ستونزې د ټاکنو په کمېسیون پوړې تړلې وې چې هیله لرو هغه څه چې دوی د ولسي جرګې په ټاکنو کې زده کړي، په ولسمشرۍ ټاکنو کې عملي کړي.))

یاد نوماند د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد د هڅو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((زما په اند یوازې د زلمي خلیلزاد په شتون او د سیمې هېوادونو ته په کتو سوله ناشونې ده، د سولې اړوند مسایل باید د هېواد له داخله پیل شي او له بېلابېلو ډلو یوه ستره ملي اجماع رامنځته شي.))

له دې مخکې ډاکتر زلمي رسول له «ملي یووالی، عدالت، امنیت، سوله، او برابري» شعار سره؛ عبدالطیف پدرام له «ازادي، عدالت او امنیت» شعار سره، محمد حکیم تورسن له «موږ عمل کوو شعار نه ورکوو» شعار سره؛ سید نورالله جلیلي؛ عنایت الله حفیظ له «امنیت، مساوات او برابري» شعار سره او نورالحق علومي د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ د ۲۹مې د ولسمشرۍ ټاکنیو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د چنګاښ ۲۹مه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړې وه او د روانې میاشتې له ۱۳مې تر ۳۰مې نېټې یې ورته د نوم لیکنې وخت ځانګړی کړی و او ویلي یې دي چې کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو لپاره هېڅ پلان نه لري.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو پر اساس، هر څوک چې غواړي ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه وکړي، باید  مسلمان او افغان وي، تر ټاکنو پورې باید څلوېښت کاله عمر د لرلو تر څنګ ۱۰۰زره سټېکر شوې پېژندپاڼې او یو میلیون افغانۍ د ټاکنو کمېسیون ته وسپاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.