د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ننګرهار، خوست او کندهار کې د سولې په طرفدارۍ لاريونونه وشول

په ننګرهار، خوست او کندهار کې د سولې په طرفدارۍ لاريونونه وشول

Jan 17, 2019 - 16:14

کندهار- جلال اباد- خوست (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۷): د سولې د ولسي حرکت غړو او سلګونو کسانو په خوست، کندهار او ننګرهار ولايتونو کې د سولې په ملاتړ لاريونونه وکړل.

دغو کسانو د مرغومي په ٢٧مه د سوله ييزو لاريونونو پر مهال پر وسله والو طالبانو او حکومت غږ وکړ چې د اوربند د اعلانېدو تر څنګ دې سوله وکړي.

سلګونو لاريون کوونکو د جلال اباد بېلابېلو واټونو کې وګرځېدل او د امن غواړو، سوله غواړو، جنګ بس دی، اوربند غواړو په شعارونو ورکولو يې افغان حکومت او د هغوی مخالفه وسله واله ډله طالبان خپلمنځي سولې ته وهڅول.

يتيم کوچنيان، معلولين، سپين ږيري او ځوانان د دغه لاريون برخه وال وو چې ټولو په يوه غږ د سولې راتګ او اوربند د اعلان غوښتنه کوله.

په دوی کې يو هم د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی سپين ږيری جرنيل زميندار نومېده،  ويل يې څلوېښت کاله يې خوشالي نه ده ليدلې، جګړو او غمونو يې ژوند پيکه کړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((موږ هر چاته زارۍ کړو، حکومت ته يې هم کړو، خلافت ته يې هم کړو، امارت ته يې هم کړو او راغلي مېلمنو ته يې هم کړو، د خدای خاطر وکړئ، موږ افغانان يو، مسلمانان يو، موږ خپل کور پخپله جوړول غواړو، جنګ نه غواړو.))

د ننګرهار د معلولينو اتحاديې مشر مسعود ساپی له يو شمېر معلولينو سره د لاريون بدرګې ته ورغلی و، هغه ويل، د جګړې قربانيان يوازې افغانان دي او بايد د سولې مذاکرات افغان شموله وي.

دی وايي، په لاريون کې يې د ګډون موخه د سولې راتګ او د جګړې د دواړو لورو ترمنځ د اورند اعلانېدو غوښتنه ده.

دغه راز د سولې ولسي حرکت په نوښت ورته لاريون په خوست ښار کې هم ترسره شو چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى و.

لاريون کوونکو په ټوله لار په خپلو شعارونو کې له طالبانو “موږ اوربند غواړو، جنګ بس دی، نور زموږ ژوند مه اخلئ، موږ سوله غواړو” غوښتنه کوله.

د دغه ولسي حرکت يوه غړي ثناءالله همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل څو څو ځلې يې وسله والو طالبانو ته ليکلي خطونه او کسان ور لېږلي چې له افغان دولت سره خبرو ته کېني، خو هغوی هر ځل د دوی دا خبره رد کړې ده.

دی وايي: ((طالبان له امريکا او قطر سره کېني، خو چې موږ يې خپل ولس يو بيا هم نه راسره کېني، نن له طالبانو زموږ دا غوښتنه ده چې ايا ته سبا راځې دلته حاکم جوړېږې، محکوم به دې همدا ولس وي که بل څوک، که دې همدا ولس محکوم وي، موږ در وغواړه چې د سولې په خبرو کې درسره وغږېږو.))

د سولې د دغه ولسي حرکت او د لاريون بل ګډونوال حاجي محمد نيکزاد پژواک اژانس ته وويل چې دولت د دوی ټولو شرطونو ته مثبت ځواب ويلی دی، خو په تېرو ۸ مياشتو کې يې له وسله والو طالبانو ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړی وايي ترهغې چې طالبانو د دوی غوښتنې نه وې منلې او اوربند ته يې غاړه نه وه اېښې، خپلو دغو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.

د سولې ولسي حرکت د ننګرهار او خوست تر څنګ نن په کندهار ښار کې هم لاریون وکړ او له ښکېلو غاړو یې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

لسګونه لاریون کوونکي چې "جنګ بس دی"، "موږ مه وژنئ"، "اوربند غواړو"، "سوله غواړو" شعارونه یې ورکول له کندهار پوهنتون څخه تر سردار مددخان څلور لارې پورې لاړل او ځای ځای ویناوالو ویناوې هم وکړې.

د سولې ولسي حرکت یوه مشر باچا خان مولاداد پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوربند او سولې لپاره یې د هېواد په لویو ښارونو کې لاریونونه پیل کړي او غواړي د ولس غږ د جګړې تر ښکېلو غاړو ورسوي.

هغه زیاته کړه، د دوی دغه لاریونونه په کندهار، ننګرهار، بلخ، کابل، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې دوام لري.

دغه حرکت څو میاشتې وړاندې په هېواد کې د سولې راوستلو په موخه له  هلمند څخه د هېواد تر شمالي ولایتونو سلګونه کیلومتره پلی تګ وکړ او اوس یې په همدې موخه د سوله ییزو لاریونو لړۍ پيل کړې ده.

دی وايي، د هغوی د دغو حرکتونو یوازينۍ موخه ښکېلو غاړو ته د سولې واضح پيغام رسول دي.

د لاریون یوه ګډونوال منور واحدي وویل، په ملي او سیمه ییزه کچه د افغانستان د سولې په تړاو هڅې پیل شوي، د دې لپاره چې دغه فرصت ضایع نه شي، د جګړې ښکېلې غاړې باید د ولس غوښتنه ومني او سوله وکړي.

د لاریون په پای کې یو شپږ ماده ییز پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې په کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د سولې ولسي حرکت غوښتنې ومني او هغه یو کلن اوربند چې حکومت له دوی سره منلی طالبان دې یې هم ومني.

په پرېکړه لیک کې یادونه شوې چې وسله وال طالبان دې په ښارونو او حکومت دې په کلیو او بانډو کې بریدونه ودروي، د سیمې هېوادونو دې د سولې په تړاو خپل منفي رقابتونه ودروي او د سولې په بهیر کې دې ولس ته څارونکی رول ورکړل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement