کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د سولې په اړه ټيلېفونې خبرې کړې دي.
له ارګه د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړيکه کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پر پروسې او همکاریو خبرې وشوې.
سرچينې زياته کړې، په دغو خبرو کې ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته افغانستان ته د راتلو رسمي بلنه ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، عمران خان د بلنې په منلو او د مننې په ویلو سره له ولسمشره هیله وکړه چې په مناسب فرصت کې پاکستان ته رسمي سفر وکړي.
په دې اړه د خبرو لپاره دواړو مشرانو په داسې حال کې اړيکې نيولې چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد نن سهار اسلام اباد ته رسېدلى دى.
ټاکل شوې ده چې نوموړى به پاکستان ته د څلور ورځني سفر پر مهال د دغه هېواد له مشرانو سره پر افغان سولې خبرې وکړې.
له دې مخکې د امريکا ولسمشر ټرمپ هم له پاکستانه غوښتي وو چې په افغان سوله کې خپل رول ترسره کړي او مرسته وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن