جلال اباد (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په حصارک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د درېيو قوماندانانو په ګډون لس طالبان وژلي دي.
د چارواکو په وينا، عمليات تېره شپه د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د مرغومي په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل، په دې عملياتو کې د درېیو سرګروپانو په ګډون لس طالب وسله وال وژل شوي چې جسدونه يې په سیمه کې پاتې دي .
هغه وايي، دغه طالب وسله وال په سيمه د افغان سرتېرو پر پوستو د بريدونو لپاره راټول شوي وو چې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو تر بريد لاندې راغلل.
خوږياڼى زياتوي، له وژل شوو وسله والو دوه پیکاوې، یو راکټ، ۷ کلاشینکوفونه، ۲ ای کم مخابرې، لاسي بمونه، د راکټ مرمۍ، د ورځې دوربین او یو شمېر نور توکي امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
هغه ډاډ ورکړ چې په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن