کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٧): د کورنيو چارو وزارت وايي، له بده مرغه که له نېکه مرغه هېڅ داسې قانون او مقرره نشته چې د پوليسو چلند له هغو کسانو سره چې ځان ډېر مهم، درانه، با نفوذه او يا ځانګړي بولي، جلا وښيي.
د ياد وزارت له خوا د مرغومي په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه څه چې شته د ټولو لپاره يو ډول قانون دی.
سرچينې زياته کړې، کله چې پوليس د "قانون ماتوونکي له ښاغلي" او د "له مهمو" کسانو سره مخ کېږي، د دوی تمه له پوليسو دا ده چې قانون شا ته پرېږدي او دوی ته دې سلامي ووهي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کورنيو چارو وزارت ولسي جرګې ته وړانديز کوي چې په ډېرې مهربانۍ دې د مهمو کسانو قانون ژر تر ژره تصويب کړي، څو د دغه قانون په رڼا کې پوليس وکولای شي خپل چلند معلوم او پلی کړي.
دغه وزارت ويلي: "که چېرې د دې چارې لپاره فرصت نه لري، نو ښه به دا وي څو داسې پرېکړه وکړي چې له مخې يې د هغې په روښنايي کې موږ وکولای شو د "له قانون ماتوونکو ښاغلو" او "له با نفوذه قانون ماتوونکو سره" د پوليسو چلند مديريت کړو. "
د کورنيو چارو وزارت ويلي، په پاى کې دا شعار ورکړئ چې د پوليسو پت ساتل، د افغانستان د پت ساتل دي.
ځواکمن او کاري دولت د هر افغان د عزت ضامن دی.
د کورنيو چارو وزارت دغه خبرپاڼه وروسته له هغه ورکړې چې يو شمېر با نفوذه خلکو او د ولسي جرګې ځينو وکيلانو په ښار کې د پوليسو د تلاشۍ پر مهال ناسم برخورد کړى و.
څو ورځې مخکې د ولسي جرګې د پخواني رييس يونس قانوني ساتونکو وروسته له هغه پر پوليسو ډزې کړې وې چې پوليسو يې د موټرو د تورو ښيښو پاکولو هڅه کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن