ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پخوانى امريکايي پوځي چارواکى: پاکستان د طالبانو په وسيله له افغانستان سره جګړه کوي

پخوانى امريکايي پوځي چارواکى: پاکستان د طالبانو په وسيله له افغانستان سره جګړه کوي

author avatar
18 Jan 2019 - 10:36
پخوانى امريکايي پوځي چارواکى: پاکستان د طالبانو په وسيله له افغانستان سره جګړه کوي
author avatar
18 Jan 2019 - 10:36

واشنګټن (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): په افغانستان کې پخواني امريکايي چارواکي لارنس سيلن ويلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د هغه چا پر ضد کاروي چې د پاکستان پر ضد وي.

په افغانستان او عراق کې پخواني امريکايي پوځي چارواکي لارنس سيلن دغه څرګندونې له امريکا غږ پښتو څانګې سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړې: ((زه د امريکا د حکومت استازى نه يم، دا زما شخصي څرګندونې دي، امريکا  او ناټو په افغانستان کې ناسمه جګړه پر مخ بيايي، دا د بغاوت جګړه نه ده، دا نيابتي جګړه ده چې پاکستان يې د طالبانو په وسيله له افغانستان سره ترسره کوي.))

نوموړي ادعا کړې چې د طالبانو تر نسکورېدو وروسته پاکستان په ٢٠٠١ زېږديز کال يو ځل بيا طالبان منظم او منسجم کړل او د افغانستان پر ضد يې وکارول.

لارنس وايي، د طالبانو قوماندانۍ او شوراګانې په پاکستان کې دي، د پاکستان په مذهبي مدرسو کې نوي غړي جلبوي، د هغوى د ټپيانو درملنه  د پاکستان په روغتونو کې کېږي.

ده زياته کړې، پاکستان طالبانو ته خوندي ځايونه لري، خو په خپله له بريدونه خوندي دی، خو له هغه ځايه پر افغانستان بريدونه کوي.

نوموړی له افغانستانه د سرتېرو د ايستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د پلان په اړه وايي، موخه يې دا ده څو د سولې هڅې ګړندۍ شي.

خو لانس وايي چې طالبان له دغه اعلانه ګټه اخيستې ده او د سولې په مذاکراتو کې سرزوري کوي.

ده زياته کړې: ((سوله ښه شى ده، بايد هر وخت ورته هڅې وشي، د حل لارو ته یې بايد غور او فکر وشي، روسيه، چين او پاکستان هم ډيپلوماتيکې هڅې پيل کړې دي، د ولسمشر ټرمپ اعلان احتمالي وتل دغه کارونه په حرکت کې راوستي دي.))

دغه امريکايي پخواني پوځي چارواکي ويلي چې پاکستان له امريکا سره په ګډه پخوانی شوروي اتحاد مات کړ، خو دا يې د خپلې ګټې لپاره وکړ.

د هغه په وينا، هغه مهال هندوستان د شوروي اتحاد ملګرى و او د شوروي ماتول د پاکستان په ګټه او د هند پر زيان و.

ده زياته کړه چې وروسته امريکا له پاکستان سره په ميلياردونو ډالرو مرستې وکړې، خو پاکستان يې په بدل کې هېڅ ونه کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.