د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د شېزرادو ولسوالۍ روغتيايي مسوول وژل شوی

د ننګرهار د شېزرادو ولسوالۍ روغتيايي مسوول وژل شوی

Jan 18, 2019 - 11:07

جلال اباد (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ روغتيايي مسوول د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شېرزادو ولسوالۍ د عامې روغتيا مدير ډاکتر سردارولي تېره ورځ ناوخته په يادې ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله هم د ډاکتر سردارولي د وژنې پخلى کړى او د هغه وژنه يې په کلکه غندلې ده.

نوموړى وايي چې امنيتي ځواکونو ته يې خبر ورکړى، هغوی هم په سيمه کې په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement