د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سيما سمر د ملګرو ملتونو د منځګړيتوب مشورتي بورد غړې ټاکل شوې

سيما سمر د ملګرو ملتونو د منځګړيتوب مشورتي بورد غړې ټاکل شوې

Jan 18, 2019 - 15:52

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره سيما سمر د ملګرو ملتونو د منځګړيتوب د مشورتي بورډ غړې ټاکل شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتره د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي په خوښۍ سره د منځګړیتوب په برخه کې په خپل مشورتي بورد کې د مېرمن سیما سمر او جوان گابریل والدس غړيتوب اعلان کړى دى.

سرچينې زياته کړې، مېرمن سمر او والدس د مېرمن میشل باچلت او مانويل راموس- هورتا په پوستونو کې مقرر شوي چې عمومي سرمنشي یې په دغه بورډ کې د غریتوب پر مهال د ارزښتمنو تجربو ستاینه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مشورتي بورډ د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه رامنځته شوی، څو د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د منځګړیتوب په چارو کې مشوره ورکړي او د نړۍ په کچه د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ وکړي.

ملګرو ملتونو ويلي، یاد مشورتي بورد د نړۍ له ۱۸ پخوانیو او اوسنیو رهبرانو، لوړ پوړو چارواکو او نومیالیو متخصصینو څخه جوړ شوی چې پراخه کچه تجربې، مهارتونه، پوهه او اړیکې لري.

د مشورتي بورد جوړولو پر مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي هغه "د سولې لپاره د ډیپلوماسۍ د زیاتوالي" په توګه د مخنیوي او منځګړیتوب په چارو کې خپل ملاتړ بولي.

تمه کېږي چې دغه مشورتي بورد له ملګرو ملتونو سره مرسته وکړي څو له غړو هېوادونو، سیمه ییزو سازمانونو، نادولتي او نورو بنسټونو سره چې د نړۍ په کچه د منځګړیتوب په چارو کې ښکېل دي، لا زیات اغېزمن کارونه ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره، مېرمن سیما سمر له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۹ پورې په سوډان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړې رپوټ چمتو کوونکې وه. نوموړې په افغانستان کې د بشري حقونو د تعلیم د ودې، د ښځو د پروګرامونو د پلې کولو او له بشري حقونو د سرغړونې د تحقیق او ارزونې چارې څارلې دي.

مېرمن سمر د بېړنۍ لویې جرګې د رییس مرستیاله وه چې هلته یې له خپلو سیاسي او د مذاکرې له مهارتونو ګټه پورته کړې او د افغانستان په موقته اداره کې د ښځو چارو لومړۍ وزیره وه.

هغه د شهدا د موسسې بنسټ ایښودونکې ده چې ۵۵ ښوونځي په افغانستان او درې ښوونځې د پاکستان په کوېټه کې د افغان کډوالو لپاره پر مخ وړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement